د لاسرسي ځای

تازه خبر

بهرمېشتو پښتنو هم پر باچاخان پوهنتون برید په کلکه غندلی دی


باچاخان پوهنتون
باچاخان پوهنتون

په بهرنيو هېوادونو کې مېشتو پښتنو د احتجاجي غونډو په ترڅ کې په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون د تېرې چهارشنبې ورځې وسله وال بريد په کلکه غندلی او د پاکستان له حکومته يې غوښتي چې نور د پښتنو د وژلو او د هغوی تر مينځ د نفاق خپرولو له کاره لاس واخلي.

پراګ: په بهرنيو هېوادونو کې مېشتو پښتنو د احتجاجي غونډو په ترڅ کې په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون د تېرې چهارشنبې ورځې وسله وال بريد په کلکه غندلی او د پاکستان له حکومته يې غوښتي چې نور د پښتنو د وژلو او د هغوی تر مينځ د نفاق خپرولو له کاره لاس واخلي.

د خالي يا شنبې پر ورځ د برېتانيا په مرکز لندن کې د پښتنو د ملتپال عوامي نشنل ګوند ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي او په دغه ښار کې مېشت عام پښتانه د پاکستان د سفارت ودانۍ مخې ته غونډ شوي ول او د پښتنو پر خاوره د وروستيو ترورستي بريدونو پر ضد يې احتجاجي مظاهره کړې ده.

د دغه مظاهرې يو تن تنظيمونکي او په برېتانيا کې د افغان ملي جرګې مشر، ذاکر حسين ايډوکيټ مشال راډيو ته وويل چې کله هم پښتانه د خپلو حقونو لپاره يوه خوله شوي، نو د هغوی پر خاوره هم د هغوی وينې توی کړل شوې دي.

ذاکر حسين ايډوکيټ وویل ، د پښتنو چې کله هم متحد اواز راپورته کيږي، لکه د چاينا پاکستان اقتصادي راهدارۍ په لړ کې که وګورو، نو په دغه وخت کې دې ترورستي بريدونو زور واخيست. ټولو ته مالومه ده چې د پاکستان استخباراتي ادارې په دغه کار کې ککړې او شريکې دي. موږ دا وايو چې نور دې د خلکو د وژلو دا لړۍ ودرول شي، او که نه وژني يې، نو بيا لږ تر لږه درواغ خو دې نه وايي.

ذاکر حسين ايډوکيټ وویل، دوی د خپلې مظاهرې په ترڅ کې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د پښتنو د تېر باسلو او د هغوی د وژلو پاليسي دې نوره پای ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړه ، موږ د پاکستان سفارت ته يو ياداښت ورکړ او د هغې کاپيانې مو د برېتانيا پارليمان ته هم ولېږلې. د پاکستان حکومت ته مو په دغه ياداښت کې وويل چې موږ اوس پر دې پوه يو چې دا بريدونه څوک کوي. نو تاسو مهرباني وکړئ چې دا څيزونه بند کړئ، او پر پښتنه سيمه چې کوم جنګونه تاسو راپيدا کوئ، له دغې کاره نور لاس واخلئ، ځکه چې بلها خلک ووژل شول او لا هم وژل کيږي. او دا چې دا کار به د ټولې منطقې لپاره ډېرې خطرناکې پايلې ولري.

د پاکستان پوځ ويلي چې پر باچا خان پوهنتون بريد د افغانستان په خاوره کې فعالو وسله والو تنظيم کړی وو او دا چې د هغه هېواد له حکومته يې د هغوی د نيولو په لړ کې د مرستې غوښتنه کړې ده. خو افغان چارواکي دا خبره نه مني.

بلخوا د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې هم د لر او بر پښتنو د جمعې پر شپه د يوې تعزيتي غونډې له لارې پر باچا خان پوهنتون د شوي وسله وال بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې.

په ياد ښار کې مېشت د ټولنيزو چارو فعال نظار يوسفزي مشال راډيو ته وويل چې د دوی د غونډې ګډونوالو د پاکستاني اسټيبلشمنټ پر هغه کار نيوکې وکړې، چې په ترڅ کې يې غواړي د پولې د دواړه خواو پښتنو تر مينځ نفاق پيدا کړي.

نظار يوسفزي وویل ، زموږ په غونډه کې چې کومې خبرې ته زيات پام وګرځول شو، هغه دا ده چې د پولې دواړو خواو ته د پښتنو تر مينځ د کرکې او نفرت خپرولو هڅې کيږي. دا کار د پاکستان اسټيبلشمنټ کوي، او داسې يې کوي چې وايي، په پاکستان کې ترورستي بريدونه د افغانستان په کونړ او يا هم نورستان کې ځای پر ځای شوي وسله وال تنظيموي.

د نظار يوسفزي پر اند، د پښتنو پر تعليمي ادارو بريدونه د دې لپاره کيږي چې په لرې او برې پښتونخوا کې جهادي سرګرمۍ سړې نه شي او هغلته د پښتنو وژنه دوام ومومي.

نظار يوسفزي پرمخ وویل ، مخکې به وسله والو سکولونه د شپې پر مهال په بمونو سره الوزول. اوس زموږ يونيورسټئ او کالجونه په نښه کوي. دا دې لپاره کوي چې پښتانه بچي د زده کړو نه پاته شي، او پښتانه مجبور شي چې خپل ماشومان هغو مدرسو ته وليږي چيرته چې هغوی د جهاد لپاره کارول کيږي، او دغه شان پښتانه بچي د نړيوال جنګ خشاک کړي. په دوبۍ کې مېشتو د کوزې پښتونخوا د پښتنو په اړه به درته ووايم چې د هغوی پر دې خبره سر خلاص دی چې پښتون په حيث د يو قام په دې جنګ کې په نښه دی.

د لندن د احتجاجي او د دوبۍ د تعزيتي غونډو ګډونوالو پر دې خبره ټينګار وکړ چې پښتانه بايد د خپلو حقونو لپاره يوه خوله شي او پرېنږدي چې سيمه ييز او يا هم نړيوال قوتونه هغوی د خپلو ګټو لپاره قرباني کړي.

د دې تر څنګ، د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې مېشتو پښتنو پر ټولنيزه ميډيا پر باچا خان پوهنتون د شوي بريد غندنه کړې ده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:38 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG