د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې بمبارۍ ۴۷ کسان وژلي


په شام کې فعالان وايي ، د دغه هیواد په ختیځ کې د هوايي بریدونو له وجي لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوې دي.

فعالان وايي ، شک کیږي چې دا هوايي بریدونه د روسي جنګي الوتکو لخوا ترسره شوې دي.

د شام د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز یې په برتانیه کې دی ، ویلي دي ، د اسلامي دولت وسله والې ډلي تر کنټرول لاندي په خشام کلي د جنورۍ په ۲۳ مه هوايي بریدونه شوې دي.

راپورونه وايي ، د دی ادعاوو په خپلواکه توګه پخلي ندي شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG