د لاسرسي ځای

روس له پاکستان سره د پوځي مشقونو اراده لري


د روس پوځي چارواکي وايي ، سږ کال د دې هیواد پوځ له پاکستاني پوځیانو سره په غرونو کې د پوځي مشقونو اراده لري.

د روس د پوځ په حواله دا د پاکستاني او روسي ځواکونو په غرونو کې لومړي مشقونه دي.

د روس د پوځ یو چارواکي جنرال اولیګ سالیوکوف د جنورۍ په ۲۲ مه ویلي دي ، په غریزو سیمو کې دا خاص مشقونه د هغو اوو نړیوالو پوځي مشقونو برخه ده چې سږ کال یې د روس زمکني ځواکونه د کولو پلان لري.

نوموړي پدي اړه جزیات ورنکړ چې دا پوځي مشقونه به کله تر سره کیږي. اولیګ سالیوکوف دا هم ویلي دي چې روس سږ کال له هند ، منګولیا ، ویتنام او ځنو نورو هیوادونو سره هم دګډ پوځي مشقونو کولو ارادي لري.

XS
SM
MD
LG