د لاسرسي ځای

خوستوال: د پاچا خان پر پوهنتون برید پر علم د جهالت برید دی


د خوست قومي مشران او مدني فعالان وايي، هېڅوک حق نه لري چې په علمي او تحصیلي مرکزونو وسلوال بریدونه وکړي، ځکه په دې مرکزونو کې پرته له دې چې د کوم کس فکر او مکتب په نظر کې ونیول شي، زده کړې کوي او روزل کیږي.

د خوست قومي مشران او مدني فعالان وايي، هېڅوک حق نه لري چې په علمي او تحصیلي مرکزونو وسلوال بریدونه وکړي، ځکه په دې مرکزونو کې پرته له دې چې د کوم کس فکر او مکتب په نظر کې ونیول شي، زده کړې کوي او روزل کیږي.

دوی د پاچا خان پر پوهنتون برید پر علم د جهل او تورتم برید بولي او زیاتوي چې دا بریدګر په دنیا او اخرت کې د دې عمل له مسوولیت او ځواب ویلو څخه نه خلاصیږي.

د شنبې پر ورځ د پاچا خان د پوهنتون د برید د غندنې غونډه چې د افغان ملي غورځنګ، خوشال بابا فکري بهیر، د ولسي ګټو اجماع او په خوست کې د یو شمېر نورو مدني ټولنو په نووښت رابلل شوې وه، ویناوالو د پاکستان پر حکومت هم غږ وکړ، چې د دې پيښې اصلي طراحان او پلان کوونکي پیدا او ولس ته يې وښيي.

مدنی فعال فیض الله غمخور وویل، چې دا برید د پاچان د نظریاتي مکتب پیروانو ته دا پیغام ورکړ، چې د پاچا خان له خوا د پښتنو د ابادۍ، علم، روښنايي او یووالي نظریه پلي کېدو ته نه پریږدي "د پاچا خان پر پوهنتون د دې لویې موخې لپاره ترسره شوی، چې پاچا خان د پاچان د فکر لارویانو ته دا وښيي چې دلته د ابادۍ، پرمختګ، علم او یووالي فکر نتیجه نه ورکوي، د خوست ولایت مدني ټولنېو قومي مشران، او ځوانان د پاچا خان پر پوهنتون دا برید په کلکو ټکو غندي، موږ د پاکستان له حکومت دا غواړو چې د دې لویې استخباراتي پيښې ريښې او موخې مالومې او ولس ته يې په ډاګه کړي، د پاخان پوهنتون پېښه زموږ لپاره لویه غمیزه ده."

لیکوال او ژورنالست زاهدشاه انګار وايي، چې په کابل او پېښور کې پر تعلیمي مرکزونو هم مهاله بریدونه د یو شمېر استخباراتي کړیو داسې لوبه ده، چې نه غواړي دا سیمه د علم په رڼا روښانه شي"دا نه یوازې په پاچا خان پوهنتون برید کیږي، بلکې موږ تاسو شاهد یو، چې د کابل په احمدشاه مینه کې هم د نجونو او هلکانو ښوونځي سوځول کیږي، دا یوه داسې پلان شوې لوبه ده، چې نه غواړي افغانان د تعلیم او تحصیل له لارې مخته ولاړ شي."

قومي مشر همیم منګل وویل، ښوونیز او تحصیلي مرکزونه د هر چا دي او هېڅوک هم په دا ډول مرکزونو د وسلوالو بریدونو د کولو حق نه لري "پاخان پوهنتون یو علمي او اکاډمیک مرکز دی، د دې علمي مرکز له خدمتونو نه هر څوک مستفید کیږي، که موافق دی، یا مخالف یا د هر فکر او مکتب څښتن دی، هېچا ته دا حق نه دی چې پر پوهنتون برید وکړي او دا ښکلي استادان او محصلان د مرګ کندې ته ورټېل وهي."

د سیاسي چارو کارپوه عزیرالله ځلاند د پاچا خان پر پوهنتون برید پر علم د جهالت او تورتم برید ګڼي "زما په فکر د پاچا خان پر پوهنتون د جهل حمله ده، په علم باندې، هغه څوک چې دا ډول حملې سرته رسوي، که ژورنالیستان وژني، که بې ګناه انسانان وژني، که محصلان وژني، زما په عقیده د قیامت په ورځ به هم د دوی د دې اعمالو سزاء به ویني."

یاده دې وي، چې د خیبر پښتونخوا په چارسده کې پر پاچان پوهنتون د تېرې چارشنبې په ورځ یو شمېر وسلوالو برید وکړ، چې له کبله يې د یو پروفیسرو په ګډون ۲۱ د پوهنتون محصلان ووژل شول.

د یاد پوهنتون مرستیال ډاکټر فضل الرحیم مروت مشال راډيو ته ویلي، چې د پاچا خان پوهنتون به د راتلونکې دوشنبې پر ورځ یو ځل بیا د محصلانو پر مخ پرانیستل شي، ده ویلي چې د دې پيښې د قربانیانو په یاد او درناوي به د پوهنتون په دننه کې یو یادګاري څلی هم جوړ شي.

XS
SM
MD
LG