د ننګرهار چارواکي وايي چې د اچين او هسکې مينې ولسواليو کې د بېلا بېلو هوايي بريدونو په نتیجه کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۶ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل:
“د اچين ولسوالۍ په عبدالخيلو او باندر سيمو کې د دوو هوايي بريدونو په نتيجه کې د داعش وسله والې ډلې د يوه قوماندان قاري وهاب په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ګڼ شمير وسلې او مهمات يې له منځه تللي دي.”
خوګياڼي وايي چې د شنبې په شپه د هسکې مينې ولسوالۍ د ګورګورۍ په سيمه کې د هوايي بريد له امله د يوه قوماندان قاري حافظ په ګډون لس تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د خوګياڼي په خبره په یادو بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د یادو بريدونو په اړه داعش وسله والو تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.