د لاسرسي ځای

تازه خبر

میا افتخار حسېن چې د چا فاتحه کوي نو څه پرې تېريږي ؟


پراګ: د عوامي نيشنل ګوند مرکزي جنرل سيکټري ميا افتخار حسين له هغو ټولو خلکو سره دا قدرمشترک لري چې په ترهګرۍ کې یې زامن او یا د کورنۍ نور غړي وژل شوي وي.

پراګ: د عوامي نيشنل ګوند مرکزي جنرل سيکټري ميا افتخار حسين له هغو ټولو خلکو سره دا قدر مشترک لري چې په ترهګرۍ کې یې زامن او یا د کورنۍ نور غړي وژل شوي وي.

د دې لامل دا دی چې د میا افتخار حسېن یوازېنی زوی میا راشد حسېن د ۲۰۱۲م کال د جولايي پر ۲۴مه نېټه وسله والو طالبانو وژلی وو.

میا افتخار حسېن وايي ، که امکان ولري نو دی د هر هغه چا غمرازۍ ته ځان رسوي چې د کورنۍ غړي یې د ترهګرۍ په پېښه کې له لاسه ورکړي وي.

د تېرې چارشنبې په ورځ وسله والو د خیبر پښتونخوا په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون برید وکړ او د یو پروفیسر حامد تر څنګ یې لږ تر لږه یووشت زده کوونکي هم ووژل.

میا افتخار حسېن د جمعې په ورځ په صوابۍ کې د پروفيسر حامد کور ته د فاتحه لپاره ورغلی او د هغه د کورنۍ له غړو سره يې غمرازي وکړه.

د مشال راډیو عبدالحي کاکړ له ميا افتخار حسين څخه په مرکه کې پوښتلي چې کله نوموړی د وژل شوي پروفیسر حامد پلار ته غاړه ورکړه نو هغه تر ټولو له مخه څه ورته وویل؟

د میا افختار حسېن ځواب دلته واورئ

میا افتخار حسېن چې د چا فاتحه کوي نو څه پرې تېريږي ؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG