د لاسرسي ځای

شهزاده شاهد: په قطر کې د سولې کېدونکو مذاکرو ته خوشبیني یو


کابل: د افغانستان د سولې عالي شورا په قطر کې د سولې پر غير رسمي کېدونکو مذاکرو خوشبنيي څرګندوي، خو سم دستي یې د پایله هیله نه لري.

کابل: د افغانستان د سولې عالي شورا په قطر کې د سولې پر غير رسمي کېدونکو مذاکرو خوشبنيي څرګندوي، خو سم دستي یې د پایله هیله نه لري.

په قطر کې دغه دوه ورځنۍ مذاکرې د شنبې پر ورځ د پګواش په نوم يوې نړيوالې موسسې له خوا پيلېږي.

د سولې عالي شورا وياند شهزاده شاهد مشال راډيو ته وويل، په دغو خبرو کې د سولې له عالي شورا پرته، د بېلابېلو سازمانونو استازي برخه لري.

شهزاده شاهد زیاته کړه ، قطر په دغه کنفرانس کې د سولې عالي شورا کوم غړى برخه نه لري، خو د نورو ادارو استازي او سياسي شخصيتونه په کې شته، دا ګټوره غونډه ده، خو دومره هم نه چې کومه نتيجه ترلاسه کړي او کومه فيصله دې وکړي“

افغان حکومت هم اعلان کړى چې په قطر کې په کېدونکو مذاکرو کې د افغان حکومت کوم استازى ګډون نه لري.

وسله والو طالبانو په يوه اعلاميه کې ويلي چې په دغو خبرو کې د دوى سياسي استازي برخه لري.

په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره په دې وروستیو کې هڅې توندې شوې دي په کوم کې چې تر ټولو مهمه د څلور هیوادونو ګډه کمېټۍ ده.

په دې کمېټۍ کې د افغانستان تر څنګ د پاکستان ، چین او امریکا استازي شامل دي.

دا کمېټۍ د ډسمبر پر نهمه په اسلام اباد کې د اسیا زړه نومي کنفرانس پر مهال جوړه شوې وه چې تر اوسه یې له طالبانو سره د خبرو اترو پر څرنګوالي په اسلام ایاد او کابل کې دوې غونډې کړې دي.

XS
SM
MD
LG