د لاسرسي ځای

د شام فعالان وايي، د دغه هېواد په ختيځ کې په هوايي حملو کې لږ تر لږه ٤٠ کسان وژل شوي دي.

د شام فعالان وايي، د دغه هېواد په ختيځ کې په هوايي حملو کې لږ تر لږه ٤٠ کسان وژل شوي دي.

د شام لپاره د بشري حقونو د څار اداره وايي، دغو پرونيو بريدونو ٣٠ کسان په طيبه او ١٠ نور په بوليل نومي کلي کې وژلي دي.

د څار دغه ډله وايي، د ديرالزور پر دغو دوو کليو له تېر خالي ورځې راهيسې د شام او روس له خوا هوايي حملې روانې دي، چې په نتيجه کې يې تر ٩٠ زيات کسان وژل شوي دي، خو دغه ادعا د خپلواکو سرچينو له خوا نه ده تصديق شوې.

پر دغو دوو کليو او د ديرالزور ولايت پر زياتو برخو د اسلامي دولت سخت دريځې ډله يا داعش کنټرول لري.

د اپوزيشن يوه فعال عمر ابو-ليلى وويل، د پرونيو بريدونو ټول قربانيان ولسي وګړي دي.

XS
SM
MD
LG