د لاسرسي ځای

''له پښتنو ګوندونو د پیاوړي رول غوښتنه"


د عوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک وايي ـــــ کله چې د هغوی ګوند د ترهه ګرو پر ضد آواز پورته کوو نو ټول ولس ورسره نه وو ملګری

په داسې حال کې چې په باچاخان پوهنتون د ترهه ګر برید پر ضد په پښتونخوا کې احتجاجي مظاهرې دوام لري د ملتپاله ګوندونو مشران وايي ــــ سیمه کې د امنیت پر ځاي کولو لپاره باید ټول امن خوښه قوتونه په شریکه کار وکړي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک وايي ـــــ کله چې د هغوی ګوند د ترهه ګرو پر ضد آواز پورته کوو نو ټول قام ورسره نه وو ملګری ـــ که چیرې داسې شوې وی نو تر اوسه به د ترهه ګرۍ ستونځه هواره شوې وی. سردارحسین بابک وايي د ترهه ګرۍ پر ضد به د پارلیمان دننه او بهر خپلې مبارزې له دوام ورکوي.

بل خوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مرکزي مشر رضا محمد رضا وايي ـــــــ په سیمه کې د امنیت ستونځه تر هغه نشي هوارېدی کله چې پاکستان او ګاونډيو هېوادونو د افغانستان په چارو کې مداخلت نه وي پرېښی. نوموړي وايي باید ټول ملتپاله او امن خوښه خلک د هغه پالیسۍ او فکر پر ضد یوه خله شي چې سیمه کې ترهه ګرۍ او سختدریځۍ ته وده ورکوي.

په باچاخان پوهنتون له بریده وروستو یو ځل بیا په ولسي کچه د ترهه ګرۍ پر ضد د حکومت او دولت پر پالیسیو انتقادونه کېږي او د امنیت پرځای کولو لپاره د ملتپاله ګوندونو له مشرانو د یوه پیاوړي کردار لوبولو غوښتنه کېږي.

XS
SM
MD
LG