د لاسرسي ځای

د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا له دفتره په خپور شوي بېګاني بیان کې راغلي، پر باچا خان پوهنتون تر برید وروسته تېر مازیګر د پروېز خټک په مشرۍ د صوبايي کابینې په بیړنۍ غونډه کې د پوهنتونونو لپاره د پولیسو ځانګړو پوستو جوړولو پرېکړه وشوه.

بیان زیاتوي، صوبايي حکومت له وفاقي حکومته غوښتنه کړې چې په اسلام اباد او کراچۍ کې د اېف سي ځواک ځای پر ځای شوي سرتېري دې خیبر پښتونخوا ته ستانه کړي چې په صوبه کې د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG