د لاسرسي ځای

افغان حکومت ویلي، نه یې کله د ترهګرو ډلو ملاتړ کړی او نه یې ورته پټنځایونه برابر کړي.

افغان حکومت ویلي، نه یې کله د ترهګرو ډلو ملاتړ کړی او نه یې ورته پټنځایونه برابر کړي.

تېر ماښام د ولسمشر اشرف غني له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، د پاکستان پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه هغه څرګندونې بې بنسټه دي چې ګواکې پر باچا خان پوهنتون برید کوونکي له افغانستانه ورغلي ول.

د افغان حکومت بیان زیاتوي، د چارسدې پر پوهنتون د برید غندنه کوي او بیا تکراروي چې وسله وال ښه او بد نه لري نو دواړه هېوادونه یې باید په ګډه پر ضد مبارزه وکړي.

تېر مازیګر د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال عاصم باجوه پر ټولنیزې ووبپاڼې ټوېټر په یوه بیان کې ویلي ول، د دوی پلټنې ښيي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو له افغانستانه پر باچا خان پوهنتون د چارشنبې یا شورو د ورځې برید تنظیم کړی.

بیان زیاتوي، د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف له افغان ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له مشر جنرال جان کیمبل سره په ټیليفون خبرې کړې دي او له هغوی یې د همکارۍ غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG