د لاسرسي ځای

تازه خبر

که پښتون ځانمرګی کوي، که بل وژني - ګټه یې د پردیو ده


دا ډلې په روژه او اخترونو کې ښه په ښکاره ((چندې)) ټولوي او پښتانه هلکان د روزنې لپاره مانسهرې، ازاد کشمیر او له دیر او قبایلي سیمې خیبر سره لګېدلو ولایتونو ته استوي چې بیا هلته پر افغان او غربي پوځیانو حملې وکړي.

علي ارقم

کراچۍ - وايي د کلي له یوه ساده اوسېدونکي څخه چا تپوس وکړ ((خدای پاک لوی دی که د ایلم غر؟)) هغه په سوچ شو او ورځواب یې کړه: ((خدای دې داسې حیران کړه لکه دا زه چې دې حیران کړم.))

د پښتنو نن هم دا حال دی.

پروفیسر سرور په خپل کتاب کې لیکلي چې کله قبایل د کشمیر په جنګ روان شول نو باچا خان زښت خپه وو او ویل یې چې د هغو پښتنو له لاسونو یې چې د ټوپک په اخیستو عمر تېر کړ، هغوی ته بیا ټوپک په لاسونو کې ورکړل شو.

له هغې ورځې راهیسې د پاکستان هم دا پالیسي ده. زما په لاس کې ټوپک غواړي.

څو کاله مخکې یوه کراچیوال ملګري راته په موبایل ټیليفون یوه ټوکه راواستوله چې په ما ډېره بده ولګېده. ده لیکلي ول: ((یو پښتون په پوځ کې برتي شوی وو چې روزنه یې بشپړه شوه نو د هېواد پولې (بارډر) ته یې دندې ته واستاوه. یوه ورځ دا پښتون سپاهي خپل پنجابي افسر ته ورغی او ورڅخه یې وپوښتل چې که ډز کول غواړي نو د ټوپک شپېلۍ مخامخ ونیسي که ځان ته؟ افسر ورته ویل، چې هرې خوا ته یې ونیسې، ګټه زموږ ده.))

ما له خپل ملګري سره پر دې اوږد بحث وکړ خو وروسته مې چې سوچ وکړ نو له ځانه سره مې ویل چې دا ټوکه خو د واقعیت او حقیقت ښکارندويي کوي.

یو پښتون په پوځ کې برتي شوی وو چې روزنه یې بشپړه شوه نو پولې ته یې دندې ته واستاوه. یوه ورځ دا پښتون سپاهي خپل افسر ته ورغی او ورته یې وویل چې که ډز کول غواړي نو د ټوپک شپېلۍ مخامخ ونیسي که ځان ته؟ افسر ورته ویل، چې هرې خوا ته یې ونیسې، ګټه زموږ ده.
علي ارقم

زموږ هوښیاران د سیاست خبره کوي، له اسلام اباده د حق اخیستو خبره کوي، خو زموږ ساده ګان (او که بل څه ورته وایاست) ټوپک په اوږه وي، که بل وژني او که ځانمرګی کوي، په دواړو کې د (هغوی) ګټه ده.

یوه پنجابي ملګري راته وویل، پښتانه دې پنجاب یا اسلام اباد ته د ګوتې نیولو پر ځای، له خپل ملا پوښتنه وکړي. ما ورته وویل، هغه رعایت چې (ستا) په پنجاب کې سیاسي ډلو ته ورکړل شوی، هم هغه رعایت ستاسې ملا هم لري چې هېڅوک ورته څه نشي ویلای که نه نو ستا د اسلام اباد سور جومات ملا عبدالعزیز به داسې ازاد نه وو.

ما ورته وویل، د هغو جهادي تنظیمونو – چې جنډې یې په چارسده کې لګېدلې دي – مشران یې یا د لاهور ((پاکستان مینار)) تر سیوري لاندې ((په اس سپور)) وي، یا په بهاولپور کې په کور ناست له سرکاره پیسې اخلي او د مدرسې په لار کې یې د پولیسو ۱۲ ناکې یا خنډونه وي.

ښايي پاکستان، په افغانستان کې د خپلې خوښې ((سیاسي روغې)) ته رسېدو لپاره ((کولیټرل ډیمېج)) یا له وچو سره د خپلو لمدو سوځلو ته تن ښه کړی دی.....!
لیکوال

په پاکستان کې له ((سرکاره منظور شوي د خیریه تنظیمونو په نوم کارکوونکي)) لکه الرحمت ټرسټ چې اصلي نوم یې جیش محمد دی، یا د انصار الامه په جامه کې حرکت المجاهدین، یا فلاح انسانیت چې د لشکر طیبه نوی نوم دی – د دې او ګڼو نورو ((فلاحي تنظیمونو)) هلې ځلې په سوات، بونیر، دیر، ملاکنډ، صوابۍ، چارسدې او نوښار کې روانې دي. دا ډلې په روژه او اخترونو کې ښه په ښکاره ((چندې)) ټولوي او پښتانه هلکان د روزنې لپاره مانسهرې، ازاد کشمیر او له دیر او قبایلي سیمې خیبر سره لګېدلو ولایتونو ته استوي چې بیا هلته پر افغان او غربي پوځیانو حملې وکړي.

تر اوسه پاکستان په سیاسي او بهرنیو تګلارو کې د خپلو موخو تر لاسه کولو لپاره د ((جهادي تنظیمونو)) له کارولو لاس نه دی اخیستی. همدا لامل دی چې د چارسدې پر باچا خان پوهنتون حملې ته ورته نور بریدونه به هم کېږي.

تر هغو چې دا حملې د پښتنو په سیمو کې کېږي دا په مجموعي ډول پر پاکستان څه خاص فرق نه کوي ځکه چې د پاکستان د بهرنیو او افغان چارو ((پوهان)) پر دې خبره ولاړ دي چې په افغانستان کې د ((ترهګر سازمان طالبان)) له ونډې او استازیتوب سره سیاسي روغه یا هوکړه نه وي شوې، نو د ډېورنډ کرښې دواړو خواو ته د سولې راتګ شونی (ممکن) نه دی.

ښايي پاکستان، په افغانستان کې د خپلې خوښې ((سیاسي روغې)) ته رسېدو لپاره ((کولیټرل ډیمېج)) یا له ((خپلو)) وچو سره د خپلو لمدو سوځلو ته هم تن ښه کړی دی.....!

------------

علي ارقم کراچۍ مېشت پښتون خبریال، لیکوال، شنونکی او استاد دی. هغه پر ټوېټر تعقیب (فالو) کړئ: @aliarqam

دا لیکنه د هغه خپل نظر دی او د مشال راډیو فکر یا نظر ښکارندويي نه کوي.

XS
SM
MD
LG