د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: مدني فعالانو یوه اندازه مرسته راټوله او پر غریبانانو يې وویشله


د پنجشنبې پر ورځ د خوست یو شمېر مدني فعالانو او د لنکن ښوونیز مرکز مسوولینو د خوست ښار له سوداګرو او دوکاندارانو څخه راټوله کړې ژمنۍ مرسته پر سلو غریبو او بې وزله کورنیو وویشله.

د پنجشنبې پر ورځ د خوست یو شمېر مدني فعالانو او د لنکن ښوونیز مرکز مسوولینو د خوست ښار له سوداګرو او دوکاندارانو څخه راټوله کړې ژمنۍ مرسته پر سلو غریبو او بې وزله کورنیو وویشله.

یاد مدني فعالان د ښار په دوکانونو او سوداګریزو شرکتونو ګرځیدلي ول او دا مرسته يې راټوله کړې وه.

په دې مرستو کې خواوشا پنځه سوه جوړه د جامو رخت، ژمني بلیانونه، کورتۍ، د ماشومانو دریشۍ، بوټونه، زنانه سېنډلې، شامپو، صابون همدارنګه خوراکي توکي لکه غوړي، وریجې، بوره، لوبیا او نور داسې توکي شامل ول.

د مرستو راټولونکي مدني فعالان وايي چې تر دې وروسته به په هره میاشت کې درې ورځې له ښاره مرسته راټولوي او یوه ورځ به يې پر مستحقینو ویشي.

د مرستو یو تن راټولونکی مدني فعال سلطان محمد خیرخوا مشال راډیو ته داسې وویل:

"د خوست بیلابیلو دوکاندارانو ته ورغلو، په ځانګړي ډول رخت پلورونکو ته کورودانۍ وایو، نقدې روپۍ مو هم راټولې کړې، چې په هغې باندې مو خوراکي توکي لکه بوره، لوبیا، غوړي، وریجې او نور واخیستل، یو تن هېوادوال راسره د پنځوس کارتنه شامپو کمک وکړ، په دې توکو کې مردانه، زنانه او طفلانه جامې دي، بوټونه، سېنډل او نور توکي دوکاندارانو راکړي دي. "

د لنکن ښوونیز مرکز مشر نصیراحمد روښان هم وویل، چې مدني فعالان دوکان په دوکان ګرځیدلي او دا مرسته يې راټوله کړې ده.

ده وویل، ددې مرستو ترلاسه کولو لپاره يې هغه کورنۍ او افراد انتخاب کړي، چې په رښتیا هم د فقر او غریبۍ له سخت حالت سره مخامخ دي:

"دا مرسته چې په دې ځای کې ویشل کیږي، مدني فعالانو د خوست ښار له دوکاندارانو راټوله کړې او په سلو هغو بې وزلو کورنیو به وویشل شي، چې د فقر له سخت تهدید سره مخامخ دي. "

یوه تنه کونډه او یو معیوب او نابینا چې دا مرسته يې ترلاسه کړې ده، وايي چې دوی ته دا مرستې ډېر ځای نیسي او د کورنیو څه نا څه اړتیا يې پرې رفع کیږي.

بل لوري ته د خوست یو بل تن مدني فعال محمدغفور مهیدي له نورو مدني بنسټونو او فعالانو هم هیله لري، چې په ورته توګه د ټولنې د بې وزله او محتاجه قشر سره د مرستې په خاطر یو بل ته لاس ورکړي:

"موږ په ټولو مدني فعالانو چې د ټولنې په هره برخه کې کار او فعالیت کوي، دوی دې هم په ورته توګه دا ډول برنامې عملي کړي او د دې کار د موثریت لپاره دې یو بل ته لاسونه سره ورکړي. "

د یادونې وړ ده کتونکي د مدني فعالانو له خوا د ټولنې له بې وزله او غریبو کسانو سره د مرستې په خاطر دا ډول پروګرامونه ګټور بولي او وايي، کچیرې مدني ټولنې په خپلو برخو کې د ټولنې اړتیاوو او ضرورتونو ته پاملرنه وکړي او خپله رښتینولي ثابته کړي، نو د ټولنې بډایه خلک ورسره په هره برخه کې له مرستې نه په څنګ کیږي.

XS
SM
MD
LG