د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ښو او بدو طالبانو تګلاره لا هم روانه ده"


د باچاخان پوهنتون یوه ژوبله زده کوونکې په روغتون کې تر درملنې لاندې ده. ۲۱جنوري ۲۰۱۶
د باچاخان پوهنتون یوه ژوبله زده کوونکې په روغتون کې تر درملنې لاندې ده. ۲۱جنوري ۲۰۱۶

د پښتونخوا ملي ګوند سېنېټرعثمان کاکړ په وینا چې تر څو د ښو او بد طالبانو پالیسي نه وي بدله شي نو دا مسله به څنګه هوارېږي؟.

په پاکستان کي د ترهګرې پر ضد د کوټلي ګامونو اخیستو په موخه د دغه ملک سیاسي ګوندونو مرکزي حکومت ته له يوې ټول ــ ګونديزې سیاسي غونډي پس اختيار ورکړی وو چې د هر ډول اقدام له لاري دې له هېواده د ترهه ګرۍ جرړې وباسي. خو د جنورۍ پر ۲۰مه په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون له هغه بريده پس چې پکې نولس زده کونکي او دوه استادان ووژل شول د پاکستان سیاسي ګوندونه پر مرکزي حکومت او ریاست نیوکې کړې چې په امنیتي اقداماتو کې سستي د یو بل ناورین رامنځ ته کولو سبب وګرځېدله.

د پيپلز ګوند یو رهمنا سېنېټرسعید غني وايي، حکومتي دلچسپي کې کموالی ښکاره شوي دي.

ده وویل چې د دې پېښې غندنه کوي باید چې د دې د مخنیوي په لړ کې نور کار وکړل شي.

،، داسې محسوسېدله چې د ترهګرې پېښې کمې شوې وې نو د هغې له وجې زموږ د حکومت او د ادارو توجو هم هغه طرف ته کمه شوه او هغوی د نورو معاملو اړخ ته ځان مصروف وساتلی.ښه خو به دا وی چې د ترهه ګرۍ مخنیوي په اړه هم هغسې توجو ورکړل شي څنګه چې د پېښور له پېښې پس قوم، سیاسي ګوندونه او ادارې پر یوه دریځ ول نو موږ ته ضرورت د دې خبرې دی چې تر څو وسله وال او وسله وال تنظیمونه بېخي ختم نشي، موږ ټول سیاسي ګوندونو ، قوم او ادارو ته د وسله والو خلاف کار کول پکار دی،،

د پښتونخوا ملي ګوند سېنېټرعثمان کاکړ په وینا چې تر څو د ښو او بد طالبانو پالیسي نه وي بدله شي نو دا مسله به څنګه هوارېږي؟.

ده وویل، باید چې حکومت خپلې خارجي او داخلي پالیسیانو کې بدلون راولي.

،، باید چې د پاکستان حکومت د ترهه ګرۍ خلاف یوه پالیسي وي. د دې بنیاد ضیا الحق له ننه اته دېرش کاله مخکې ایښی وو، پخواني پوځي ولسمشر ورته تقویت ورکړی دی او موجوده هم دا پالیسي روانه ده. پرون د دفاع وزیر خپله په پارلیمان کې ویلي دي چې موږ په افغانستان کې مداخلت کوو، دا موږ غلط کوو نو اوس پکار ده چې له دغه مداخلته راوګرځول شو، پرون ورته موږ دا وویل چې ټول ګوندونه دې شریک شي او دپارلیمان اختیار دې وګټي نو دا ټولې مسلې به هوارې شي،،

پر باچا خان پوهنتون برید په لړ کې د خېبر پښتونخوا د واکمن ګوند د صوبایې اسمبلۍ غړی شوکت یوسفزی وایي چې په خېبر پښتونخوا کې مشکلا ت ډېر دي او دا حکومت چلول ډېر ګران دی خو دې د ترهګرې پېښو مخنیوي لپاره خپل کوششونه کوي.

د ده په وینا چې اوس هم د لټون عملیات روان دي.

،، په باچا خان پوهنتون کې زیات نقصان له دې وجې ونشو چې د پوهنتون خپلو امنیتي اهلکارانو وسله وال مصروفه وساتل خو موږ به هم خپل کوشش کوو چې د داسې پېښو مخنیوي لپاره څه کول پکار دي. نن هم زموږ د صوبایې کابینې خصوصي غونډه ده نو په هغې کې به په دې خبرې غور کېږي چې راتلونکې کې داسې اقدمات اوچت کړل شي چې داسې غټې پېښې رامخې ته نه نشي،،

واضحه دې وي چې د باچا خان پوهنتون له پېښې پس یوازې د سیاسي ګوندونو لخوا نه بلکې په ټولنیزو رسنیو هم عام ولس او کار پوهانو پر حکومتي او ریاستي پالیسیانو او اقداماتو تنقید روان دی او غوښتنه کوي چې د ترهه ګرۍ مخنیوي په لړ کې دې کوټلي ګامونه اوچت کړل شي.

XS
SM
MD
LG