د لاسرسي ځای

د باچاخان پوهنتون پر پېښه د غلام غوث بلاګ

نه پوهیږم چې د باچاخان پوهنتون ځوانانو به د شپې تر ناوخته پورې له یو بل سره څومره ټوکې ټکالې کړې وي او د خپل روښانه سباوون څومره خوبونه به یې له یو بل سره شریک کړي وي.

دغو ځوانانو به په دغه شپه د هاسټل په جمات کې د خپل مستقبل لپاره څومره لمونځونه او دعاګانې کړې وي.

د پوهنتون زده کوونکې د عمر په دغه پړاو کې د خپل کور د ودانولو فکر هم کوي او ډېرو به په دغه شپه د خپلې خوښې له جینکو سره د تعلیم مکملولو او د روزګار ترلاسه کولو وروسته د واده کولو او په مینه د یو خوشال ژوند تېرولو سوچونه او ارمانونه همکړي وي.

ځینې هغه ځوانان چې د خپلو میندو ډېر نیازبینه دي او تل ورسره راز او نیاز کوي هغوی به بیا په خیالي نړۍ کې له خپلو میندو سره د خپل کور ودانولو خبرې اتري هم کړې وي، او ځینو به د غریبۍ له فکره د خپلځان ازادولو لپاره خپل پام په خوږو سندرو بدل کړی وي او پدغه شپه به په څومره خوږو خوبونو وده شوي وي.

خو درېغه درېغه درېغه چې د چارشنبی په سهار د چارسدې په کلیواله سیمه پلوسه کې دا واړه تاندې هیلې او ارمانونه خاورې اېرې شول. پر باچاخان پوهنتون دا وسلوال برید په داسې وخت کې ترسره شو چې سهار وختي په هاسټلو کې زیاتره زده کوونکي تر سختې ستړیا او خپلو امتحانونو ته تر تیاري روسته په خوږو خوبونو وده ول.چې ناڅاپه د یو بې ــ رحمه دښمن له نامردانه یرغل سره مخامخ شول، د هغوی د هاسټل کوټې یې په وینو ولړلې او د لاسي بمونو او کلاشنکوفونو په استعمال سره یې دغه تنکۍ غوټۍ وریژولې.

هو د باچاخان پوهنتون نولس ګل ګل ځوانان خپل خپل مرام ته تر رسېدو وړاندې ځواني مرګه شول.

د باچاخان پوهنتون مخې ته تر برید وروسته ډېر غمجن پلرونه او بوري میندې راغونډې شوې وې. هر پلار او مور به د خپل ځیګر د ټوټی په روغ رمټ موندلو سره په کړیکو شول او بې اختیاره به ورتر غاړې وتل. د خوف او رجا په دغه بوږنونکې منظره کې د یو بوډا پلار او د هغه د ځوان زوی د وصلت شېبه نه هېرېدونکې وه.

بوډا پلار د شېبو شېبو لپاره خپل نیازبین زوی داسې کلک په غېږ کې نیولی وو چې تا به ویل تر کلونو وروسته یې اوس موندلی او دواړو داسې سوې کوکې وهلې چې نه پوهېدل دوی خو شاله دي او که کوم لوی ویر ژاړي.

دا ځکه، یو پلار چې خپل یو زوی پوهنتون ته رارسوي نو تر هغه وخته یې د خپل زوی د لویولو زیاتره سختۍ زغملې وي او د دې تمې په درشل کې وي چې له پوهنتونه ترفارغېدو وروسته به د هغه زوی دومره پوهه ترلاسه کړې وي چې د ده د لاس امسا شي او د کور د معاملاتو دروند پېټی د هغه له اوږو کوز کړي. خو نه پوهېږم چېد هغو نولس وژل شویو ځوانانو غمجن پلرونه او بورې میندې به اوس د خپلو رژېدلیو ارمانونو په هکله څه فکر کوي؟

د دغه برید په ماسپښین مې د چارسدې په روغتون کې د باچاخان پوهنتون د وژل شوی ځوان یو ورور ولېدلو چې په چیغو چیغو یې ژړل او ویل یې چې دوه ورځې وروسته یې واده وو.

اوس به ولس او په خاصه توګه ویرجنې کورنۍ دا پوښتنه ضرور کوي چې د دې نولس ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌زده کوونکو د وژلو ذمه وار څوک دی؟ امنیتي چارواکي وايي چې دا پوهنتون د ګنو پټیو په خوا کې په یوه کلیواله سیمه کې ودان دی نو ځکهد وسلوالو لپاره یو اسانه هدف وګرځېدلو.

د امنیتی چارواکو دا منطق ډېر عجیبه دی. ولې زه به په خپلو کلیوالو سیمو کې د پټیو په مینځ کې یا د غرونو په لمن کې پهیو قدرتي ماحول کې پوهنتون نشم جوړولئ؟

ایا څومره امنیتي انتظامات چې په ښارونو کې دننه یې امنیتي سرتېري د خپل ځان لپاره کوي نو زما د هغه پوهنتون لپاره نشي تر سره کولئ چې پکې دری زره هلکان او جینکۍ زده کړې ترلاسه کوي؟ او ایا هغوی حق نه لري چې په یوه خوندي ماحول کې زده کړه وکړي؟ خلک به د دې پوښتنو ځوابونه له حکومته ضرور غواړي.

XS
SM
MD
LG