د لاسرسي ځای

”په پښتونخوا کې د تعلیمي ادارو ژغورنه غواړو“


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو، د دې پارټۍ د زده کوونکو سازمان او د مدني ټولنې یو شمېر غړو پر باچا خان پوهنتون تر برید وروسته تېر مازیګر په کراچۍ کې مظاهره کړې ده. مظاهره کوونکو له ریاستي مشرانو غوښتنه وکړه چې د پښتنو په سیمو کې دې د تعلیمي ادارو ساتنې لپاره سم اقدامات وکړي. دوی د وسله والو پر ضد د روانو پوځي عملیاتو په اړه پوښتنه وکړه چې د دې ګټې څه دي؟ ایا د دې عملیاتو ګټې یوازې تر پنجابه محدوده دي او که څنګه؟ له کراچۍ د مشال راديو خبریال محمد عمران ویډيو راپور

XS
SM
MD
LG