د لاسرسي ځای

؛پښتونخوا کنسټرېشن کېمپ؛


چارسده: پر باچاخان پوهنتون برید کې د یوه وژل شوي کس جنازه وړل کېږي. ۲۱م جنوري ۲۰۱۶

چارسده: پر باچاخان پوهنتون برید کې د یوه وژل شوي کس جنازه وړل کېږي. ۲۱م جنوري ۲۰۱۶

خو کومه کومه قیصه به کوو؟ له ټکره راواخله، تر بابړې، له پېښوره تر کابله، له چتراله تر کوټې او کندهاره، له سواته تر وزیرستانه، د پېښور له سکوله تر باچاخان پوهنتونه دا ټوله سیمه یو لوی ؛کنسنټرېشن کیمپ؛

ما ویل زه به د شپږ کلن شاه زیب اپریدي قیصه لیکم ... او هغه شاه زیب چې څو ورځې وړاندې د جمرود په بازار کې سره د خپل مورپلار اووژل شو ... او هغه شاه زیب د چا په سترګو کې چې د ژوند خوبونه له مرګه پس هم غړېدل ... او هغه شاه زیب چې د ریاستونو تر مینځ د ستراتیجیکي ګټو لپاره په جوړه شوې قتلګاه کې قتل شو، تېر شو او هېر شو.

خو کومه کومه قیصه به کوو؟ له ټکره راواخله، تر بابړې، له پېښوره تر کابله، له چتراله تر کوټې او کندهاره، له سواته تر وزیرستانه، د پېښور له سکوله تر باچاخان پوهنتونه دا ټوله سیمه یو لوی ؛کنسنټرېشن کیمپ؛

دی، دلته هره شیبه قیامت او هره ساه یوی لوی ناورین دی.

وخته دلته چې قدم ږدې نو په خیال ږده

ددې خاورې کاڼي بوټي شهیدان دي

زه په پاکستان کې په دې اته شپیته کاله نه چا ښه مسلمان و منلم او نه ښه پاکستانی. زه څوک یم!

ما د اسلام په نوم اوچت شوی هر بېرغ ته سلام کړی دی او تش سلام مې نه دی کړی، قرباني مې هم ورکړې ده خونن چې په جرګو، حجرو، تعلیمي ادارو، ښارونو، کلیو، جماتونو او د لوبو په میدانونو کې زه هم د اسلام په نوم وژل کیږم نو زه د دې خپل اسلام پوښتنه د چا نه وکړم؟

د چا اسلام ومنم؟

زه د پاکستان لپاره د خپل ورور په مرۍ غلې شوی یم، ما د خپل حق لپاره خبره هم نه ده کړې خو د پاکستان لپاره ما هر وخت دوینو نذرانې ورکړي دي، زما خپل کور لوټ شوی دی خو بیا مې هم د پاکستاني ریاست د بادارانو کورونو حفاظت کړی دی.

خو هم د هغه پاکستان په قامي میډیا او ریاستي بیانیه کې زه بیوقوف او غدار پټهان یم.

زه کوم هېواد ته خپل هېواد ووایم؟

کومې خاورې ته خپله خاوره ووایم؟

زه خو په دې وطن کې په ژوندوني مړی یم ...

په باچاخان پوهنتون برید یوازې په یوه تعلیمي اداره برید نه دی، د پښتنو په تاریخي سیاسي مبارزه برید دی، د هغوی په روښانه سباوون برید دی، د هغوی په فکر او فلسفه برید دی او د هغوی په عزت برید دی.

د ریاست ذمه واري خو د خپلو وګړو د ځان، مال او عزت حفاظت وي .. او کله چې ریاست د دغه لوړو انساني قدرونو په خوندي کولو کې یوځل نه زر ځله پاتې راشي نو باید د ریاست غړي دې په خپل ځان ویریږي.

خو آیا په تشه ویره به کار وشي؟

XS
SM
MD
LG