د لاسرسي ځای

تر باچا خان پوهنتون برید وروسته په کابل کې ځانمرګې حمله، اووه وژل شوي


د افغانستان کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش د جنورۍ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې دا یو موټر بم حمله وه او د اوومې حوزې په مربوطاتو کې د د روسیې سفارت ته نږدې د دارالامان په عمومي سړک ترسره شوې ده. په برید کې اووه کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ ژوبل دي. شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم په کابل ښار کې د طالب وسله والو ډله ییز ځانمرګي بریدونه ترسره کړي ول. دا د رویټرز خبري اژانس ویډیو ده چې تر پېښې وروسته اخیستل شوې ده.

XS
SM
MD
LG