د لاسرسي ځای

کابل کې ځانمرګي برید اووه تنه ووژل شول، شل ژوبل


د چارشنبې ماښام د جنورۍ ۲۰مه په کابل کې یوه ځانمرګي موټربم برید اووه تنه وژلي او ۲۰ نور یې ژوبل کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې دا یو موټر بم حمله وه او د اوومې حوزې په مربوطاتو کې د د روسیې سفارت ته نږدې د دارالامان په عمومي سړک ترسره شوې ده.

د کابل امنیې قومندان جنرال عبدالرحمان رحیمي خبري رسنیو ته تایید کړه چې د برید موخه په افغانستان کې د یوه شخصي ټیليویژون اړونده د کابورا پروډکشن کارکوونکیو یو سورلۍ ګاډی وو چې په پایله کې د دوو ښځو په ګډون اووه کسه وژل شوي او تر شلو زیات ژوبل دي.

تر دې وړاندې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي ول چې برید پر یوه موټر سایکل سپاره ځانمرګي بریدګر ترسره کړی دی.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم په کابل ښار کې د طالب وسله والو ډله ییز ځانمرګي بریدونه ترسره کړي ول.

څو ورځې مخکې د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر ته څېرمه په یوه ورځ دوه ځانمرګي بریدونه وشول چې ګڼو خلکو ته یې د سر او مال تاوانونه واړول.

سره له دې چې امنیتي مسوولین تل وايي؛ په کابل کې د امنیت خوندیتوب ته یې هڅې تېزې کړي، خو بیا هم پر دې ښار د دولت ضد وسله والو حملې نه دي بندې شوي.

د دوشنبې په شپه د کابل په یوه حساسه سیمه کې پر یوه بهرني سفارت توغندی ولګېد. له دې وروسته د کابل د ۱۲مې حوزې په ارزان قیمت سیمه کې د نجونو یوه ښوونځي ته اور اچول شوی او ساتونکی یې ورته وژلی ول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقي صدیقي ویلي چې په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره یې د کابل د دوو حوزو امرین په دنده کې د ناغېړۍ له امله له دندو ګوښه کړي دي.

XS
SM
MD
LG