د لاسرسي ځای

افغان دولت پر باچاخان پوهنتون برید وغانده 


د افغانستان ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر

د افغانستان ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر

د افغانستان ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د چارشنبې پر ورځ په خېبر پښتونخوا کې پر باچاخان پوهنتون د وسله والو ترهه ګریز برید په کلکو ټکو وغانده او یې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د سولې او نه تاوتریخوالي پر مفکوره او مبارزه برید وباله.

د افغانستان ملي امنیت سلاکار د برید له قربانیانو سره ژوره خواخوږي وښودله، او ټپیانو ته یې د زغرده روغتیا هیله کړې ده.

د هېواد ملي امنیت سلاکار ویلي، چې په پاکستان او سیمه کې سوله د افغانستان له سولې سره تړلې او دا مهال د افغان سولې خبرې تر هر بل وخت ډېر ارزښت پیدا کوي او په کار ده چې په دې پروسه کې ښکېل اړخونه په افغانستان کې د بشپړې سولې د راتلو لپاره خپلې هلې ځلې لا چټکې کړي.

د ملي امنیت سلاکار د خیبر پښتونخوا له ولس، د عوامي نېشنل ګوند له غړو او د پاچا خان د نه تاوتریخوالي مفکورې له ټولو لارویانو سره د تسلیت مراتب شریک کړي دي.

XS
SM
MD
LG