د لاسرسي ځای

تازه خبر
پر باچاخان پوهنتون د برید حال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:27 0:00

پر باچاخان پوهنتون د برید حال

د باچا خان پوهنتون برید شېبه په شېبه حال

چارواکي وايي، د جنورۍ پر ۲۰مه، سهار شاوخوا نهه بجې، څلور وسله والو په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون برید وکړ چې پکې ۲۰ کسان وژل شوي، شاوخوا ۲۰ ژوبل دي. د دره ادم خېلو طالبانو یوې ډلې د برید ذمه واري منلې ده.

باچا خان پوهنتون برید: موږ تر اوسه څومره معلومات لرو؟

۱. چارواکي وايي، د جنورۍ پر ۲۰مه، سهار شاوخوا نهه بجې، څلور وسله وال په چارسده کې د باچا خان پوهنتون ودانۍ شا له خوا پر دېوالونو ورواوښتل.
۲. وسله وال د زده کوونکو پر لیلیې (یا هاسټل) او د مېنېجمنټ او کمپیوټر ساینس پر بلاکونو برید وکړ.
۳. چارواکي وايي، بریدګر په وسلو او بمونو سمبال ول.
۴. برید پر داسې مهال وشو چې په پوهنتون کې د خان عبدالغفار خان (باچا خان) د ۲۸م تلین په مناسبت د ((امن مشاعرې)) تیاری روان وو.
۴. د چارسدې او خیبر پښتونخوا امنیتي او انتظامي چارواکي وايي، په برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ ژوبل شوي دي.
۵. په وژل شویو او ژوبلو کې د پوهنتون استادان او زده کوونکي هم شامل دي.
۶. د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تر برید وروسته په چارسده کې خبریالانو ته وویل، کله چې وسله والو پر پوهنتون حمله وکړه نو هلته ((د پوهنتون ۵۴ ساتونکي موجود ول چې له وسله والو سره یې نښته وکړه.)) نوموړی وايي، تر دې وروسته پولیس هم ودانۍ ته ورورسېدل.
عمران خان زیاته کړه چې که ساتونکو د وسله والو سم او پر وخت مقاومت نه وای کړی، نو ښايي تاوان له دې هم زیات شوی وای.
۷. د پاکستان پوځ رسنیو ته وویل، چې په حمله کې یې ټول څلور وسله وال وژلي دي.
۸. د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف د برید ځای ته ولاړ، بیا یې په پېښور کې د امنیت یوې بېړنۍ غونډې مشري وکړه. هلته صوبايي او وفاقي حکومتونو او سیاستوالانو، فعالانو او د بشري حقونو ادارو د برید سخته غندنه کړې.
۹. د خیبر پښتونخوا حکومت په ټوله صوبه کې درې ورځنی ویر اعلان کړ.
۱۰. د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استولي بیان کې دا برید ((غندلی)) او دا یې ((غیر شرعي)) بللی دی خو په دره ادم خېلو کې د طالبانو یوې ډلې د حملې ذمه واري منلې ده.

پارلېمان دې د [وسله والو] غندنه وکړي: پروېز رشید

پارلېمان دې هغه نیمګړتیاوې هم په پام کې وساتي چې ختمول یې اړین دي: پروېز رشید

د باچا خان پوهنتون یو استاد ډاکتر عباس علي وايي، سهار لړه وه او دی د پوهنتون د استادانو په خونه کې وو چې ډزې یې واورېدې.

ډاکتر عباس علي وايي، وسله والو لومړی پر ساینس بلاک برید وکړ.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG