د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر باچاخان پوهنتون برید، ګڼ وژل شوي او ژوبل


یو امنیتي سرتېری د باچا خان پوهنتون استاده له ودانۍ دباندې بیايي
یو امنیتي سرتېری د باچا خان پوهنتون استاده له ودانۍ دباندې بیايي

چارسده - د چارشنبې په ورځ له غرمې وړاندې د خېبر پښتونخوا په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون د وسله والو په حمله کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ګڼ ژوبل شوي دي. راپورونه وايي په مړو او ژوبلو کې د پوهنتون زدکونکي او استاذان هم شامل دي.

تر حملې وروسته اېمبولانسونه پوهنتون ته ورسېدل
تر حملې وروسته اېمبولانسونه پوهنتون ته ورسېدل

د خېبر پښتونخوا حکومت پخواني وزیر او د اسمبلۍ غړي شوکت یوسفزي رسنیو سره د خبرو پرمهال تایید کړه چې په دې برید کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي دي.

د پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر فضل الرحیم مروت مشال رېډیو ته وویل چې د برید پرمهال په سلګونو زدکونکي په پوهنتون کې موجود وو.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي او تر اوسه څلور بریدګر وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسین بابک وايي، د ده له معلوماتو سره سم، په پوهنتون کې شاوخوا ۴۰ کسان وژل شوي دي. البته د پښتونخوا چارواکي لا هم د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۲۰ ښيي.

عیني شاهدین وايي په پوهنتون کې د چاودنو اوازونه هم اورېدل شوي دي.

پر دې موضوع نور تفصیلات درسره وخت پر وخت شریکوو.

XS
SM
MD
LG