د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان ځواکونو په لږو امکاناتو له هېواد څخه ښه ساتنه کړې"


د سېشنبې پر ورځ د خوست قومي مشرانو او اوسیدونکو په یوه غونډه کې افغان امنیتي ځواکونه له دې کبله وستایل، چې په لږو امکاناتو يې د نظام او د خلکو د سوله ييز ژوندانه څخه ساتنه کړې او په دې جګړه ییزو حالاتو کې يې د ولس ملاتړ خپل کړی دی.

د سېشنبې پر ورځ د خوست قومي مشرانو او اوسیدونکو په یوه غونډه کې افغان امنیتي ځواکونه له دې کبله وستایل، چې په لږو امکاناتو يې د نظام او د خلکو د سوله ييز ژوندانه څخه ساتنه کړې او په دې جګړه ییزو حالاتو کې يې د ولس ملاتړ خپل کړی دی.

د غونډې ویناوالو امنیتي ځواکونو ته ډاډ ورکړ، چې د لويې پکتیا په ځانګړي ډول خوستي ولسونه او قومونه به د تېر تاریخ په شان د اړتیا پر مهال د خپلو امنیتي ځواکونو په څنګ کې دریږي او د خپلو سرتیرو سره په یو ځای د امن مورچلې ساتي.

یاده غونډه چې د ځايي ادارې له خوا په خوست کې د میشتو افغان پوځیانو(ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او سرحدي ځواکونو) د شلو تنو سرتیرو او افسرانو د ستاینې او تقدیرولو په موخه جوړه شوې وه، د څلور واړو امنیتي ادارو منسوبینو ،ځايي قومي مشرانو او اوسیدونکو په کې برخه لرله.

د خوست یو تن قومي مشر حاجي رسول محمدخان تڼي افغان ځواکونه په دې وستایل چې په لږو او نشتو امکاناتو خپلې دندې په ښه ډول سرته رسوي.

حاجي رسول محمدخان تڼي زیاته کړه:

"د خوست د ولسونو په نماینده ګۍ نه یوازې نن بلکې د تاریخ په اوږدو کې پر افغان ځواکونو ویاړو، په خاص ډول اوسنیو شرایطو کې چې په ډېرو نیمګړو امکاناتو باندې تاسو د خپل ولس او خپلې خاورې او د خپلو سرحدونو نه دفاع کړې ده او دفاع کوئ، تاسو د دې ولس بچیان یاست ولس ستاسو دی او تاسو د ولس یاست، ولسونه ستاسو پر سرښندنه افتخار کوي او د اړتیا پر وخت به تاسو سره په څنګ کې په یوه سنګر کې سر ورکوي."

حاجي رسول محمد خان له امنیتي ادارو وغوښتل چې ولس نور هم ځانته نږدې کړي او ټولې پوځي ادارې دې د همغږیتوب شته روحیه لاپسې پیاوړې کړي.

د مجاهدینو د شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ بیا په خپلو خبرو کې د امنیتي ځواکونو روحیه وستایله او په هلمند کې يې د یو سرتیري د ژوندانه وروستۍ خبرې چې خپلو ملګرو ته يې کولې وړاندې کړې.

ده وویل دې سرتیري خپلو ملګرو ته د ژوند وروستۍ پیغام دا ورکړ، چې خپل سنګر پرینږدي:

"هغه قربانۍ چې زموږ ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت يې ورکوي د دنیا په هیڅ کنج او کنار کې په دومره لږو امکاناتو سره هیڅ ملت د خپل هېواد نه داسې دفاع نه ده کړې، ماته یو ملګری کیسه کوله چې په هلمند کې محاصره شو، مرمۍ ټولې راسره خلاصې شوې، یو ملګری مو زخمی دی، د ژوند اخري سلګۍ يې دي، ولې بیا هم دې څنګ ملګري ته دا نارې وهي د مرمیو سره احتیاط وکړئ، خپله مورچه وساتئ او خپل ولس نه دفاع وکړئ."

ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزي هم خبرې وکړې او ویې ویل، هغه څوک چې په دې نیت جګړه کوي، چې یو ځل بیا به دا هېواد د نویمې لسیزې په برخلیک اخته شي، د هغوی دا ارمان به پوره نشي، ځکه له یوې خوا په ولس کې فکري بیداري پیدا شوې او بل لوري ته افغان ځواکونه د ښې هېوادنۍ روحیې څخه برخمن دي.

ښاغلي واحدزي وویل:

"خامخا به زموږ ځوانان په وینو کې لت پت کورونو ته راوړل کیږي، اما دښمن دې پوۍ شي، چې زموږ د ملي امنیتي ځواکونو په ملا تړلی کمربند دوی ته دا پیغام ورکوي، چې هېڅکله به خپلو شومو موخو ته نه رسیږي، هېڅکله به د دوی دا ارزو نه پوره کیږي چې دا نظام ټوټه، ټوټه او دا ملت بیا په ډلو ټپلو سره وویشي."

د امنیتي ادارو د چارواکو په استازیتوب خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت هم په خپلو خبرو کې د خلکو له اعتماد او باور مننه وکړه او تر څنګ له خلکو په کلکه وغوښتل، چې د خپلو امنیتي ځواکونو سره دې د تل په شان خپله همکاري روانه وساتي.

جنرال غیرت وویل د ولسونو له رښتیني ملاتړ پرته امنیتي ځواکونه هېڅ هم نشي کولای.

یاده دې وي، د خوست په ګډون د افغانستان په ډیریو ولایتونو کې داسې مهال د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ غونډې او پروګرامونه ډېر شوي، چې افغانستان په وروستیو میاشتو کې د وسلوالو مخالفینو چې په لیکو کې يې د بهرنیو جنګیالیو د شتون خبره هم کېږي، د جګړو او بریدونو د ډیروالي شاهد وو.

XS
SM
MD
LG