د لاسرسي ځای

ننګرهار: ډرون بريد ۳ تنه داعش وسله وال وژلي


چارواکي وايي چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ د زوړ ده سرک په سیمه کېد بې پيلوټه الوتکې په بريد کې درې تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د سیشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل: دغه بريد شاوخوا دوه بجې په يوه سراچه ډوله موټر شوې چې له امله يې د د اعش وسله والو د يوه قوماندان قاري ساجد په ګډون په کې درې تنه وژل شوي او په موټر کې ځای په ځای شوې سپکې او درنې وسلې هم په کې له منځه تللي دي.


داعش وسله والو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG