د لاسرسي ځای

"پاکستان کې تر لسیزو ناکرارۍ په باب د اوباما څرګندونې ناسمې دي"


د وزیراعظم نواز شریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز

د وزیراعظم نواز شریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز

پروفیسر حسن عسکري وایې چې پاکستان او افغانستان ترمینځه وس هم عدم اعتماد شته او د دې د مخنیوي لپاره د یو بیان پر ځای د یو مسلسلې سفارتکارۍ ضرورت دې.

د وزیراعظم نواز شریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د ګل په ورځ مسرانو جرګې (سېنېټ) ته ویلي دي چې د امریکايي ولسمشر لخوا د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله وروستۍ وینا کې هغه څرګندونې ناسمې بللې دي چې تر راتلونکیو څو لسیزو پورې به په پاکستان کې ناکراري دوام ولري.

د پاکستان سرکاري راډیو په وینا چې په ملک کې جمهوري عمل مضبوطیږي او دا د عدم استحکام خلاف موثره جواب دې.

سرتاج عزیز سینټ ته وویل چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما دې د علاقایي عدم استحکام په لړ کې د امریکا او او د اتحادیانو د کردار جاج هم واخلې.

خپلې وینا کې د ښاغلې سرتاج عزیز وینا وه چې پاکستان د عدم مداخلت په پالیسې عمل کوي او هم دغه وجه ده چې افغانستان او هندوستان سره تعلقات ښه شوې دي.

د اپریشن ضرب عضب په اړه سرتاج عزیز سینټ ته وویل چې په امنیتي چیلنجونو قابو موندلو لپاره داخلي و خارجي سطح باندې کوټلي او فیصله کن اقدامات وچت کړې شوې دي.

دا دا هم وویل چې په قبایلي سیمو کې اپریشن ضرب عضب او کراچې کې جرایم پیشه خلکو خلاف اپریشن نه ملک کې د امنیت مجموعي صورتحال ښه شوې دې.

د سیاسي چارو کار پوه ایمل خټک وایې چې د امریکاد ولسمشر بیان یو چیلنج دې او دا حقیقیت هم دې چې پاکستان کې ترهګري او انتهاخوښي شته.

” کوم وسله وال او انتها خوښيد وسله والې ډلې داعش په شکل کې دې نو چارواکو د دې نه انکار کولو نو وس چې دوي مخې ته راځي نو اعلی چارواکو ته دا خبره احساسیږي چې دا خلک واقعي شته. سترګې پټول د دې مسلې هوارې نه دې نو د ټولو وړمبې پکار ده چې د وسله والو او انتها خوښو قوتونو د موجودګې احساس وشي او دویم دا که په قومي ایکشن پلان په صحیح توګه عمل وشي نو تر ډیر حد پورې په دې مسله قابو موندل کیدې شي“

د وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار بیان په اړه د ټولنیزو چارو کار پوه پروفیسر حسن عسکري وایې چې پاکستان او افغانستان ترمینځه وس هم عدم اعتماد شته او د دې د مخنیوي لپاره د یو بیان پر ځای د یو مسلسلې سفارتکارۍ ضرورت دې.

“خو اوس دا ضرور شته چې پاکستان ، چین او امریکه سره په ګډه کوشش کوي چې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمینځه مزاکرات ممکنه شي نو داسي په پالیسې کې بدلون هم راغلې دې او دې سره سره افغانستان سره په تعلقاتو کې څه بهتري هم راغلې ده. دا شان هندوستان سره هم تعلقاتو کې ښه والې راغلې دې. د پټانکوټ د پیښې باوجود تعلقات دومره خراب نه شول چې څومره به په ماضي کې خرابیدل. نو تاسو ویلې شي چې افغانستان او هندوستان ترمینځه معاملات لږ ښه شوې دي خو وس دا تعلقات لا تسلي بخش نشې ګرځول کیدې“

د وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سېنېټته دا هم وویل چې بهرنیو او ملکي پالیسیانو کې بدلون راوستې شوې دې د څه چې مثبت اثرات رامخ ته شوې دي.

XS
SM
MD
LG