د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر ځانمرګي برید خبرېال محبوب اپرېدی هم وواژه


 د خپل خبریال محبوب اپرېدي په وژنه د هغه یوه ملګری خبریال ویر کوي. ۱۹مه جنورۍ ۲۰۱۶
د خپل خبریال محبوب اپرېدي په وژنه د هغه یوه ملګری خبریال ویر کوي. ۱۹مه جنورۍ ۲۰۱۶

د باړې اوسېدونکې محبوب اپرېدي له تېرو لسو کلونو راهيسې په باړه کې خبریالي کوله.

د جنورۍ پر ۱۹ مه نېټه د نهې په ورځ د پېښورله کارخانو مارکيټ سره نزدې د خاصه دارو پر يوه پوسته شوي ځانمرګي بريد کې د يو شمېر امنيتي کسانو په ګډون د يوه شخصي ټيليويژني چېنل خبريال محبوب اپرېدیهم وژل شوی دی.

د باړې اوسېدونکې محبوب اپرېدي له تېرو لسو کلونو راهيسې په باړه کې خبریالي کوله.که څه هم د دغه چاودنې ذمه واري اخيستونکيو وسله والو طالبانو د محبوب اپرېديپه اړه ويلي دي چې هغه يي په ارادي توګه نه دی په نښه کړی، خو له تېرو څو کلونو راهيسې په خېبرپښتونخوا او قبايلي سیمو کې روانې نا امنۍ کې يو شمېر خبريالان په ارادي او غير اردي توګه په نښه شوي دي.

په پېښور کې خبریال فدا خټک د محبوب اپرېدي په اړه مشال راډيو ته وويل چې نوموړي له خپلې دندې سره بې ساري مينه لرله.

په اسلام آباد کې د بې پولې خبریالانوتنظيم یو غړی اقبال خټک وايي په پاکستان کې په تېرو ۱۳ کلونو کې د وژل شویو خبريالانو او ميډيا کارکونکو شمېر ۱۲۰ تنو ته رسېدلی دی. د اقبال خټک په وينا بايد حکومت او د ميډيا ادارې د خبريالانو تحفظ يقيني کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

بلخوا په پېښور کې د پاکستان فيډرل يونين آف جرنلسټس نايب صدر شميم شاهد وايي په خېبرپښتونخوا او اړونده قبايلي سيمو کې تر اوسه ۳۹ خبريالان وژل شوي دي.

شمیم شاهد وايي خبريالان بې پرې خلک وي او د مالوماتو رسولو سپيځلې دنده ترسره کوي نو باید په جګړه کې ښکېلې ټولې غاړې یې له وژلو ډډه وکړي.

ياده دی وي چی محبوب اپريدی د قبايلي خبريالانو د اتحاديي پخوانی جنرل سیکرېټري او د خېبر اجنسی لپاره هم د دغه ادارې صدر پاتې شوی وو.نوموړی لومړی خبريال دی چی په دوه زره شپاړلسم کې د یوه ځانمرګي بمي برید ښکار شو.

XS
SM
MD
LG