د لاسرسي ځای

د قبایلي سیمو د بینظیر انکم سپورټ پروګرام مشر په وینا چې دې ښځو ته به د روزګار لپاره د سود نه پاک قرض هم ورکړې کیږي.

وفاقي حکومت د باجوړ مرکز ښار د ښځو روز ګار لپاره د ګنډلو او ګلکارۍ دوو مرکزونو جوړولو اعلان وکړ او ویلي یې دي چې د دې مرکزونو د لاسيکارونو شیان به مارکيټونو ته لېږل کیږي.

دې مرکزونو جوړولو فیصله د اتوار په ورځ د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام مشرې ماروي میمن د باجوړ په په مرکز ښار کې له ښځو سره د لیدو مهال وکړه.

د دې مرکزونو په اړه له مشال راډیو سره په خبرو کې د قبایلي سیمو د بینظیر انکم سپورټ پروګرام مشر عرفان امان یوسفزي وویل چې نه یوازې به دا مرکزونه روانه میاشت کې جوړ کړل شي بلکې نورې ضرورتمندې ښځې بینظیر انکم سپورټ پروګرام کې شامولو لپاره به یوه نوې سروې هم کیږي.

د قبایلي سیمو د بینظیر انکم سپورټ پروګرام مشر په وینا چې دې ښځو ته به د روزګار لپاره د سود نه پاک قرض هم ورکړې کیږي.

"دلته ښځې هېڅ کار روزګار نه لري د هغوی لپاره د بینظیر انکم سپورټ پروګرام مشرې ماروي میمن د باجوړ ایجنسې پولیټیکل ایجنټ سره رابطه وکړه او ورسره یې د یو مرکز جوړولو خبره وکړه او پولیټیکل چارواکو هم ورسره اتفاق وکړو. پولیټیکل انتظامیه به دې مرکزونو لپاره ځای هم ورکوي. په ابتدایي توګه پنځوس ښځو ته به د ګنډلو او ګلکارې زده کړې ورکول کیږي او بیا به د هغوی شیان مارکیټونو ته لیږو چې ورسره به د هغوی روزګار چلېږي او هم دې ښځو ته به بغیر د سود قرضې هم ورکول کېږي"

د ذکر ده وخت په وخت د قبایلي سیمو ښځو ته د کار روزګار موقعې ورکولو لپاره د بشري حقونو کار پوهانو لخوا غوښتنې مخې ته راغلې دې.

د قبایلي سیمو د خیر ښیګړې لپاره کارکونکې مهرین افریدي مشال راډیو سره په خبرو وویل چې د حکومت لخوا د دې مرکزونو د جوړولو هرکلې کوي او پکار ده چې د قبایلي سیمې هرې ښځې ته د روزګار موقع ورکړې شي.

"ګلکاري ، ګنډل ، قالین بافي او داسي نور مختلف کارونه زموږ خویندې په کورونو کې کولې شي خو دې ته لږ غوندې د تربیت او د کمک ضرورت دې ځکه چې په قبایلي سیمو کې غربت زیات دې نو حکومت له پکار دي چې د قبایلي سیمو ښځو لپاره په وړوکې کچ د کاروبارانو انتظام وکړې او ورله د رقم انتظام هم وکړي"


د بینظیر انکم سپورټ پروګرام د قبایلي سیمو مشر عرفان امان یوسفزې په وینا چې وفاقي حکومت داسي نورې مرکزونهد قبایلي سیمو په نورو برخو کې د جوړولو پلان هم لري.

XS
SM
MD
LG