د لاسرسي ځای

د روښانه مستقبل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې په افغانستان کې د ځوانانو لپاره د رهبرۍ یا لیډرشېپ روزنیزو کورسونو په اړه معلومات درکوو.

په خپرونه کې مو له داسې کسانو سره خبرې کړې دي چې تر ازموینې وروسته دې پروګرام ته داخل شوي او فارغ شوي دي.

د پروګرام منتظمین وايي، په افغانستان کې ګڼ داسې ځوانان شته چې پر لوړو زده کړو سربېره د خپلو خبرو یا خپل نظر په څرګندولو کې له ننګونو سره مخامخ وي.

د دې پروګرام مقصد دا دی چې ځوانانو ته دا وښودل شي چې په ټولنیز چاپېریال کې په څه ډول خپله خبره تر نورو ورسوي او د رهبرۍ له بېلا بېلو مهارتونو کار واخلي.

د پروګرام ګډونوال وايي، په دې روزنو کې تر امتحان وروسته ورته داخله ورکول کېږي او د پروګرام په اوږدو کې ګڼ داسې شیان او مهارتونه زده کوي چې اوس یې په ژوند کې په کار راځي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ.

XS
SM
MD
LG