د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاریون: د خیبر پښتونخوا حکومت دې کالجونه نه شخصي کوي


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

د بنو او شمالي وزیرستان استاذان او زده کونکي وايي ، صوبايي حکومت دې د کالجونو شخصي کولو پریکړه بیرته واخلي.

بنو: د بنو او شمالي وزیرستان استاذان او زده کونکي وايي ،صوبايي حکومت دې د کالجونو شخصي کولو پریکړه بیرته واخلي.

د دوی په وینا ،د حکومت د دې پرېکړې له عملي کېدو سره به د ډيرو بی وزله زده کونکو زده کړې اغېزمنې شي.

د بنو او شمالي وزیرستان استاذانو او زده کونکو دا غوښتنه د شنبې په ورځ په بنو کې د احتجاج پر مهال کړې ده.

تر یاد احتجاج وروسته یو پروفیسر محمد اقبال مشال راډیو ته وویل چې د – بورډ اف ګورنر پالیسۍ – له مخې دصوبايي حکومت د کالجونو شخصي کولو پریکړه دوی ته د منلو وړ نده.

د بنو او شمالي وزیرستاند زده کونکو او استاذانو د دې غوښتنو په اړه حکومتي چارواکو لا څه ندي ویلي.

بل پلو د قبایلی سیمو لپاره د تعلیم ادارېچارواکي وایي ،د تعلیم د ودې لپاره یې د قبایلي سیمودسرکاري سکولونو ترڅنګ شخصي سکولونو کې هم استاذانو او زده کونکو ته د خاص روزنې ورکولو کار پیل کړی دی.

د دوی په وینا ، له دې کار څخه یې یو هدف دا هم دی چې د بې کوره شوو ماشومانو پام یو ځل بیا د تعلیم پر لور راوستل شي.

د قبایلی سیمو لپاره د تعلیم ادارې – فاټا ایجوکیشن فاونډیشن – یو مشر هاشم خان د شنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل چې په قبایلي سیمو کې یې یو سل پنځه اویا غیر سرکاري سکولونه هم پرانستي دي.

د هاشم خان په وینا ، په دې سکولونو کې به بې کوره شوي ماشومان د یو ځانګړي نصاب تر ویلو وروسته داسې وګڼل شي چې ګواکې دوی پنځه جماعته ویلي دي.

XS
SM
MD
LG