د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د افغان ډپلوماټانو لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي


د پاکستان پولیسو په پېښور کې د افغانستان د ډپلوماټانو لپاره امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

د پاکستان پولیسو په پېښور کې د افغانستان د ډپلوماټانو لپاره امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

په پېښور کې د جمعې پر ورځ د افغانستان د قونسلګرۍ د لومړي مرستیال پر کور وسله واله برید وشو.

دا له هغه وروسته ده چې د افغانستان قونسلګرۍ يو مشر سید محمد ابراهیم خیل مشال راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی رسیدلی:

« خوشبختانه، پولیسو موږ ته ډاډ راکړی چې د قونسلګرۍ ښه امنیت به ونیسي او اضافي پولیس دلته په دندو ګومارل شوي دي.»

د پېښور په یونورسیټي ټاون کې د افغانستان د قونسلګرۍ د لومړي مرستیال پر کور برید دوو کسانو چې پر موټر سایکلو سپاره وو کړی وو او د پيښې له ځايه تښتیدلي وو.

د حملې پړه چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG