د لاسرسي ځای

“په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغانو شمېر ۵۳ ته رسېدلی”


په خېبر پښتونخوا کې يو بل ماشوم ګوزڼ وهلی دی چې ورسره په پاکستان کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر ۵۳ ته رسيدلی.

په خېبر پښتونخوا کې د ګوزڼ د مخنیوې ادارې مرستيال مشر ډکټر اکرم شاه د شنبې پر ورځ مشال راديو ته وويل،دغه ماشوم چې د پېښور په شکر پوره کې تير کال يې د ويني نمونې د ټست لپاره اخستل شوې وې چې تيره ورځ په کې د ګوزن د وایرس تصدیق وشو .

په کال ۲۰۱۵ کې په ټول پاکستان کې ۵۳ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې پکې ۱۶ د قبايلي سیمو او ۱۶ د خېبر پښتونخوا وو.

XS
SM
MD
LG