افغان چارواکي وايي، د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د پنجشنبې له ورځې راهیسې، په پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۵۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د هلمند د والي د دفتر خبرپاڼه وايي چې په دې ولسوالۍ کې پراخ پوځي عملیات روان دي.
د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد، د نهر سراج ولسوالۍ د امنیت په اړه وویل چې هلمند ته کافي پوځي اکمالات شوي دي.
مراد وايي:موږ په هلمند کې کافي ځواک لرو، د مسلکي قوتونو یو قول اردو هلته موجود دی، هليکوپټر، توپچي او ټانک ځواکونه یې ملاتړ کوي او په وخت لوژېستیکي ملاتړ ورته رسېږي.
مراد څرګنده کړه چې د ملي دفاع وزیر د هلمند امنیت ته ځانګړی پام لري.