د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د تاجکستان حکومت په کندز او بدخشان کې خپلې قونسلګرۍ، د امنیتي اندېښنو له امله تړلې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل:د تاجکستان سفارت یو یادداښت راستولی او ویلي ېې دي چې د ځينو امنیتي اندېښنو له امله یې خپلې قونسلګرۍ تړلي چې د ستونزې تر حل وروسته به پرانیستل شي.
د تاجکستان حکومت ویلي چې دا اقدام به د کابل او دوشنبې پر دوستانه اړیکو هېڅ ډول اغېزه ونه لري.