د لاسرسي ځای

پاکستان وايي ، د ترهګرۍ په تور کې ۳۳۲ کسان په دار ځړولي دي


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علي خان

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علي خان

د پاکستان حکومت وايي ، په ملک کې د سخت دریځۍ مخنیوي او ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره یې په جوړه کړې ملي کړنلاره – نشنل ایکشن پلان – کې ډېر څه تر لاسه کړي دي.

اسلام اباد: د پاکستان حکومت وايي ، په ملک کې د سخت دریځۍ مخنیوي او ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره یې په جوړه کړې ملي کړنلاره – نشنل ایکشن پلان – کې ډېر څه تر لاسه کړي دي.

دا څرګندونې د کورنیو چارو مرکزي وزارت له خوا د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ کې د دې کړنلارې په اړه په یو رپوټ کې وړاندې شوې دي.

په رپوټ کې راغلي چې د سخت دریځۍ مخنیوي او ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د جوړې شوې ملي کړنلارې – نشنل ایکشن پلان – له مخې تر اوسه ټول ۲۱۵۹ مشکوک وسله وال وژل شوي او ۱۷۲۴ نور نیول شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت د دې رپوټ په یو مهمه برخه کې ویل شوي چې په پاکستان کې د ملي کړنلارې له عملي کېدو راهسې ۳۳۲کسان د ترهګرۍ د مخنيوي قانون له مخې په دار ځړول شوي دي.

رپوټ زیاتوي چې د ترهګرو ترمنځ د اړیکو ختمولو په موخه ۹۸.۳ میلیونه موبایل سیمونه بند کړل شوي دي.

د حکومت له اړخه دا هم ویل شوي چې د سخت دریځۍ مخنیوي او ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د اخیستل شوو ګامونو په لړ کې د وسله والو ډلو ۱۰ ویب پاڼې هم تړل شوې دي.

په یاد رپوټ کې د حکومت له خوا بله لاسته راوړنه دا یاده شوې چې د کرکې خپرولو په تور کې ۲۱۹۵ کسان نیول شوي او ۷۳ دوکانونه هم تړل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دې لاسته راوړنو ادعا په داسې وخت کې کوي چې د سخت دریځۍ مخنیوي او ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د جوړې شوې ملي کړنلارې – نشنل ایکشن پلان – پر جوړېدو تر یوه کال زیاته موده اوښتې ده.

دا کړنلاره د ۲۰۱۴م کال د ډسمبر پر ۱۶مه نېټه د پېښور پر ارمي پپبک سکول د وسله والو تر هغه خونړي برید وروسته جوړه شوې وه چې تر ۱۴۴ زیات ماشومان او یو شمېر نور کسان پکې وژل شوي وو.

خو یو شمېر سیاسي ګوندونه او د امنیتي او سیاسي چارو کارپوهان د ترهګرۍ پر ضد د جوړې شوې کړنلارې د عملي کېدو په اړه پوښتنې راپورته کوي.

په دې کې تر ټولو مهمه ګڼل کېدونکو او زیاته راپورته کېدونکې پوښتنه دا ده چې د حکومت له اړخه چې د کومو وسله والو وژلو ادعاوې کېږي د هغوی نه پېژندګلوي شوې او نه یې هم مړي او قبرونه په ډاګه شوي دي.

په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا ، سیند او بلوچستان سیاسي ګوندونه تورې پورې کوي چې مرکزي حکومت د ترهګرۍ مخنیوي لپاره پر جوړه شوې ملي کړنلاره په پنجاب کې عمل نه کوي.

XS
SM
MD
LG