د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر څو ژمني پوره نشي بايد پښتونخوا حکومت راهدارۍ لپاره مځکه ورنکړي


سيد عالم مسود
سيد عالم مسود

د پښتونخوا ولسي تحريک مشر وايي ، تر څو چې د پاکستان مرکزي حکومت د دوی غوښتني و نه مني د خيبر پښتونخوا حکومت بايد د اقتصادي راهدارۍ لپاره مځکه ورنکړي.

د پښتونخوا ولسي تحريک مشر وايي ، تر څو چې د پاکستان مرکزي حکومت د دوی غوښتني و نه مني د خيبر پښتونخوا حکومت بايد د اقتصادي راهدارۍ لپاره مځکه ورنکړي.

ډاکټر سيد عالم مسود دا خبره له مشال راډيو سره د يکشنبې په ورځ په يوه مرکه کې وکړه. د جمعې په ورځ پاکستاني وزیراعظم د اقتصادي راهدارۍ په اړه د خيبر پښتونخوا او بلوچستان د اندېښنو لرې کولو لپاره د سياسي ګوندونو يوه غونډه رابللې وه.

په دې کې نواز شريف ژمنه وکړه چې د کاشغر ګوادر راهدارۍ په اړه به د صوبو له غوښتنو سره سم د ۲۰۱۸ ميلادي کال د جولايي تر ۱۵ مې نيټې به تر خيبر پښتونخوا او بلوچستان تېرېدونکې لاره بشپړوي.

پښتونخوا ولسي تحريک يو له هغو سياسي ډلو دی چې د راهدارۍ په اړه يې پرله پسې احتجاج کړی دی.

عبدالحي کاکړ د مرکې پر مهال له سيد عالم مسوده پوښتلي چې ايا د نواز شريف له تازه وعدو ډاډمن دی او که نه؟

تر څو ژمني پوره نشي بايد پښتونخوا حکومت راهدارۍ لپاره زمکه ورنکړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG