د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ديني عالمانو په کوټه کې ځانمرګی برید غیراسلامي وباله"


د ګوزڼ ضد کارکوونکي وژل د اسلام ضد عمل دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

د ګوزڼ ضد کارکوونکي وژل د اسلام ضد عمل دی

په کوټه کې يوشمېر ديني عالمانو د کوټې په سټېلايټ ټاون سیمه کې د چارشنبې ځانمرګي غندنه وکړه او د وسله والو ډلو دا کار يې غیراسلامي وباله.

په کوټه کې د جمعې په ورځ يو شمېر ديني عالمانو او د ګوزڼ ناروغۍ ضد چارواکو په يوه ګډه خبري غونډه کې د سټېلايټ ټاون ځانمرګی برید غندلی او دا يې د اسلامي دین او پاکستان د بدنامۍ ناکامه هڅه بللې.

د ګوزڼ ناروغۍ ضد ادارې د بلوچستان مشر ډاکټرسیف الرحمان وویل، وسله والو غوښتل، چې د پولیو اوسنی څلور ورځنی کمپاین وځنډوي، خو پر پولیسو د دوی پر خونړۍ حمله برسېره دا کمپاين په بریالیتوب سره سر ته ورسېد.

ډاکټرسیف الرحمان زیاته کړه،

"د خوشالۍ خبره دا ده، چې خلکو له دې پېښې باوجود هم حوصلې ونه بایللې او د پولیو ناروغۍ ضد کمپاين يې ونه دراوه؛. د ډاکټرسیف الرحمان په خبره تر برید وروسته هم د پولیو واکسینو کمپاین نه درول، دا بریدګرو ته داسې ځواب ورکوي، چې هغوی که هر څه وکړي، د خلکو حوصلې به لوړې وي. او په هرحال کې به له خپل هیواد او صوبې څخه د پولیو ناسور پاک کړي"

په دې خبري غونډه کې د کوټې يوشمېر ديني عالمانو په خپلو خبرو کې د پولیو ناروغۍ ضد پر کارکوونکو برید د اسلام او پاکستان پر ضد يوه دسیسه وبلله او د ګوزڼ په اړه ددوی پروپاګند يې بې اساسه وباله. د کوټې د لوی جامع جومات امام مولوي انوارالحق حقاني تر دې خبري غونډې وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل

؛ د ګوزڼ ضد کارکوونکو یا د صحت څانګې پر نورو کارکوونکو د برید په اسلام کې هيڅ دلیل نشته، قران سپين ویلي، د يوه انسان وژل د ټول انسانيت وژنه ده؛.

يوه بل ديني عالم ډاکټر عطاوالرحمان بیا وویل، چې د دغه هېواد پوځي او تعليمي نظام پخپله ترهګرۍ ته لاره هواره کړې او تر هغه وخته به د ګوزڼ ضد واکسینېشن ډلو په ګډون د دې هیواد پر امنيتي ادارو او عامو خلکو حملې کېږي، چې د انصاف يو نظام فعاله شوی نه وي.

په تېر ۲۰۱۵ م عیسوي کال په بلوچستان صوبه کې د ګوزڼ ناروغۍ اووه مثبتې پېښې رپوټ شوې او سږ کال تر اوسه يوه پېښه هم مخي ته نه ده راغلې.

د ویلو وړ ده چې د تېري چارشنبې په ورځ په سټېلايټ ټاون سیمه کې د پولیو د واکسینونو مرکز ته نيژدې پر امنيتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی وو، چې مسولیت يې رسنيو ته پاکستاني وسله والو طالبانو او جېش الاسلام وسله والې ډلې جلاجلا قبول کړ.

XS
SM
MD
LG