د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف ډاډ: لومړیتوب د اقتصادي راهدارۍ لوېدیځه لار ده


جمعیت العماء اسلام ف د جنورۍ پر اوومه نېټه پر اقتصادي راهدارۍ د بلوچستان او خېبر پښتونخوا پر تحفظاتو ټول ګونديزې غونډې راوغوښتې.
جمعیت العماء اسلام ف د جنورۍ پر اوومه نېټه پر اقتصادي راهدارۍ د بلوچستان او خېبر پښتونخوا پر تحفظاتو ټول ګونديزې غونډې راوغوښتې.

د عوامي نېشنل ګوند غړي افراسياب خټک له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، وزيراعظم ورسره مخکې هم دا وعدې کړي دي خو تر اوسه پرې عملي ګام نه ترسترګو کېږي.

پاکستان کې د مخالې ډلې سياسي ګوندونه وايي، وزيراعظم نواز شریف ورته د چین ــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په لړ کې د ټولو اندېښنو ختمولو باور ورکړی دی.

په اسلام اباد وزيراعظم کور کې د پاکستان ټولو پارليماني غړو يوه غونډه وشوه چې پکې د خېبر پښتونخوا وزير اعلا هم ګډون کړی وو. له غونډې وروسته له مشال رېډيو سره خبرو کې وزير اعلا پروېز خټک وویل، دا ښه خبره ده چې وزيراعظم یې اندېښنو ته سنجیده پام واړولی او يو وار یې بيا ورسره ژمنه وکړه چې لومړی به د کاشغر ــ ګوادر اقتصادي راهدارۍ لوېدیځه لاره جوړوي او دا به يواځې سړک نه بلکې له راهدارۍ (کوريډور) سره تړلي ټول څيزونه لکه د بجلۍ موندلو منصوبې، ريلوې لاين، صنعتي زونونه، فایبر اپټېکس جوړېږي او غزول کېږي.

د عوامي نېشنل ګوند غړي افراسياب خټک له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، وزيراعظم ورسره مخکې هم دا وعدې کړي دي خو تر اوسه پرې عملي ګام نه ترسترګو کېږي. د ده په خبره دوی به هله مطمین شي چې په ټولو ذکر شویو څيزونو عملي کار شورو شي.

دا راز د جماعت اسلامي امير سراج الحق وویل،”موږ د اقتصادي راهدراۍ خلاف نه يو خو بايد چې څه رنګ چين د خپلو وروستو پاتې سيمو ته د پرمختګ په موخه دا منصوبه شورو کړې ده همدا شان دې پاکستان هم اول پسمانده او جنګ ځپلې سيمو ته توجه ورکړي.

د ده په خبره وفاقي حکومت له د خېبر پښتونخوا د ارزانې بجلۍ پېدا کولو منصوبو نه ګټه پورته کول پکار دي‌.

د کاشغر ــ ګوادر اقتصادي راهدارۍ پر سر هله نوي جنجال سر راپورته کړ چې د ۲۰۱۵م کال د ډسمبر پر ۳۰ مه نېټه د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف په بلوچستان کې د ژوب ــ مغلکوټ سړک پرانستنه وکړ. د بلوچستان او خېبر پښتونخوا سیاسي ګوندونو او نورو مدني ټولنو نیوکه دا وه چې دا د اقتصادي راهدارۍ برخه نه بلکې په تېرو حکومتونو کې پلان شوی یو سړک وو.

پښتونخوا ولسي تحریک چې مشري یې ډاکټر سید عالم مسود کوي، د سږني ۲۰۱۶م کال د جنورۍ پر دویمه نېټه د اقتصادي راهدارۍ پر تحفظاتو یوه غونډه راوغوښتې وه او بیا ورپسې د مولانا فضل الرحمن جمعیت العماء اسلام د جنورۍ پر اوومه نېټه او د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر اختر مېنګل د جنورۍ پر لسمه نېټه پر اقتصادي راهدارۍ د بلوچستان او خېبر پښتونخوا پر تحفظاتو ټول ګونديزې غونډې راوغوښتې.

XS
SM
MD
LG