د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننکرهار: ۵۵ داعش وسله وال وژل شوي


افغان چارواکي وايي چې د ننګرهار په اچین، نازیان او هسکې مینې ولسوالیو کې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۵۵ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

افغان چارواکي وايي چې د ننګرهار په اچین، نازیان او هسکې مینې ولسوالیو کې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۵۵ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د جمعې په ماسپښین مشال راډیو ته وویل:

تیر مازیګر د اچین ولسوالۍ په عبدالخیلو سیمه کې د هوايي برید له امله ۱۲ تنه داعش وسله وال وژل شوي.

خوګیاڼی زیاتوي چې د نازیانو ولسوالۍ باندر سیمه کې د هوايي برید له امله اوه تنه داعش وسله وال وژل شوي او تیره شپه ناوخته د هسکې مینې ولسوالۍ اړوند ګورګورۍ سیمه کې د هوايي بریدونو له امله ۳۶ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

په یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو کې د اچین د ولسوال له قوله ویل شوي چې په یادو بریدونو کې حافظ السعید چې د اسلامي دولت د خراسان مشر نومول شوی هم وژل شوی خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی دا خبر نه تاییدوي او وايي چې ولایتي ادارې ته په دې اړه کره معلومات نه دي راغلي.

XS
SM
MD
LG