د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند او پاکستان خبرې وځنډېدلې


د هند او پاکستان بهرنیو چارو سیکرېټرانو ترمنځ د جمعې په ورځ کېدونکې خبرې ځنډول شوې دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند وېکاس سوروپ تېره ورځ دا اعلان تر هغه وروسته وکړ چې د جنورۍ پر دویمه نېټه پاکستان مېشتې تر بندیز لاندې سختدریځې ډلې د هند په پټانکوټ کې پر هوايي پوځي اډې مرګونی برید وکړ.

اسلام اباد د چارشنبې یا شورو پر ورځ د نوي دیلي خوشالولو او ارامولو هڅو په لړ کې د جیش محمد ډلې ځېنو وسله والو نیولو اعلان وکړ. خو د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند وېکاس سوروپ تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې د خبرو نوې نېټه به ((ژر اعلان کړل)) شي، ده البته مشخصه نېټه ونه ښوده.

پر پټانکوټ اډې د وسله والو په برید کې اووه هندي سرتېري وژل شوي ول او داسې وېره وه چې دا حمله به د دواړو هېوادونو تر منځ خبرې وځنډوي. سوروپ وویل، د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو سېکرټرانو تېره ورځ په ټیليفون خبرې وکړې او ژر به سره وویني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG