د لاسرسي ځای

امریکا افغان پوځ ته څلور جنګي الوتکې ورکوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، امریکا نن(جمعه) څلور جنګي (اې ۲۹) الوتکې افغان حکومت ته سپاري.

دا خبره د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري تېر ماښام مشال راډيو ته وکړه:

((څلور اې ۲۹ الوتکې الوتکې دي د کابل هوايي ډګر ته رارسېږي.))

تېره اوونۍ افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې د امریکا کانګرس له یوه پلاوي سره د لیدو پر وخت له هغوی د افغان هوايي ځواک پیاوړتیا لپاره د مرستو غوښتنه کړې وه.

څو ورځې مخکې هند افغانستان ته څلور جنګي هیليکاپټرې ورکړې وې.

XS
SM
MD
LG