د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا په جاني خېلو کې ۳۰ کلیوالي پروژې تکمیل شوي


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په بیلابیلو کلیو کې د ملي پیوستون د پروګرام له لارې دېرش کلیوالي پروژې چې کارونه يې خواوشا یو کال وړاندې پیل شوي ول بشپړې شوې دي.

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په بیلابیلو کلیو کې د ملي پیوستون د پروګرام له لارې دېرش کلیوالي پروژې چې کارونه يې خواوشا یو کال وړاندې پیل شوي ول بشپړې شوې دي.

په یادو پروژو چې ۳۶ میلیونه افغانۍ لګښت شوی ۳۲۳۸ کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کوي.

د پنجشنبې په ورځ د پکتیکا والي امین الله شارق مشال راډیو ته وویل، چې په دې پروژو کې کلیوالي سړکونه، د سړکونو په مسیر کې یو شمېر پلچکونه، د څښاک د پاکو اوبو لاسي بمبې او د جرګو مرکو لپاره خونې یا حالونه شامل دي:

((په جاني خېلو ولسوالۍ کې د کلیو پراخیتا ریاست د ملي پیوستون د کارې پروګرام له لورې د ۱۷ کیلومتره جغل اندازې سړکونو،۳۶ پلچکونو،۹۶ د څښاک د پاکو اوبو لاسې بمبي،۱،۷ کیلومتره کانکریټي کوڅې او دوه بابه د ټولنیزو مرکزونو ودانۍ شاملي دي بشپړې شوې دي.))

پکتیکا والي امین الله شارق وړاندې وايي، چې ۵۵ نورې پروژې هم په جاني خیلو ولسوالۍ کې تر کار لاندې دي چې ډېر ژر به یې د جوړېدو چارې بشپړي شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

دی زیاتوي د ولسوالیو په کچه يې د بیارغونې بهیر ګړندی کړی او راتلونکی کال به د پکتیکا د بیارغوني کال ويي، نوموړي د یادو پروژو په ساتنه کې د ځايي خلکو د همکارۍ د ډېریدو غوښتنه کوي.

یاده دې وي پکتیکا د افغانستان په سویل ختیز کې پراخ سرحدي ولایت دی، چې د وزیرستان له قبایلي سیمو او د بلوچستان ایالت سره په اوږدو ګډه پوله لري، که څه هم یاد ولایت د ناامنیو څخه اسیب پذیره ولایت دی، خو د ځايي چارواکو په وینا د پخوا په پرتله د حکومت سره د لیرې پرتو سیمو د اوسیدونکو همکاري هم ډېره شوې ده.

XS
SM
MD
LG