د لاسرسي ځای

اسلام اباد: د اې ار وای ټي وي چېنل پر دفتر برید یو تن ژوبل


د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د چارشنبې په ماښام د یو شخصي ټېليویژن پر دفتر د لاسي بم برید او ډزو په پېښه کې یو کارکوونکی ژوبل شوی دی. د شخصي ټیلي ویژن اې ار وای نیوز اسلام اباد مشر صابر شاکر له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، داسې ښکاري چې دا یو هدفي برید وو ځکه چې تېره ورځ یې په دفتر کې یوه غونډه کېدونکې وه.

XS
SM
MD
LG