د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار ځانمرګي برید ذمه واري داعش منلې


له افغانستانه رپورټونه وايي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) نن د جنورۍ پر دیارلسمه په جلال آباد کې له پاکستانۍ قونصلګرۍ سره نږدې د ځانمرګي برید زمه واري منلې چې پکې د دریو وسله والو په ګډون اووه الفغان سرتېري وژل شوي ول.

د کورنیو چارو مرستیال وزیر ایوب سالنګي ویلي چې دوه تنه وسله وال په یوه خالي کور کې پټ وو. تر دې مخکې یو ځانمرګي برید کونکي ځان الوځولی و.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ويلي چې له وسله والو سره په نښته کې اووه افغان سرتېري وژل شوي دي او اووه نور ژوبل دي. دغه نښتې تر څلور ساعته دوام وکړ.

د ننګرهار ولایت والي ویاند ویلي چې په پېښه کې درې ولسي وګړي هم ژوبل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG