د لاسرسي ځای

'په افغانستان کې ۴۰ ٪ ماشومان سکول ته نه ځي'


د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسېف وايي په افغانستان کې په سلو کې څلوېښت ماشومان له سکولونو بهر دي.

د ادارې په وینا د نړۍ په دوه ویشت جنګ ځپلو هېوادونو کې سکول ته د تلو جوګه څلورویشت میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

افغانستان د نړۍ په هغو څلورو هېوادونو کې شامل دی چې د ماشومانو د زده کړو په حواله ډیر ځپل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ادارې د تعلیم څانګې مشر جو بورن ویلي کله چې ماشومان سکول ته نه ځي نو هغوی د جنسي زیاتي، استحصال او له وسله والو ډلو سره د ملګري کېدو له خطر سره مخامخیږي.

XS
SM
MD
LG