د لاسرسي ځای

په کابل کې د هند سفیر امرسینها ټينګار کوي چې هېواد له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ کولو ته ژمن دی.

ارګ ماڼۍ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د هند له سفیر امرسینها سره د مخه ښه په کتنه کې په افغانستان کې د ماموریت پرمهال د هغه کړنې وستایلې.

په دې کتنه کې د هند سفیر امر سینها ویلي چې د هند او افغانستان تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په هدف د ترسره شویو هڅو له امله دواړه هېوادونه ډېر سره نږدې شول.

هغه د افغانستان لپاره د هند د مرستو په دوام په ټینګار سره ډاډ ورکړ، چې هند به تل د یو دوست هېواد په توګه د افغانستان تر څنګ ولاړ وي.

ولسمشر غني همدارنګه له افغانستان سره په پوځي او پراختیايي برخو کې د هند د مرستو قدرداني کړې.

XS
SM
MD
LG