د لاسرسي ځای

" د پنجاب وګړي د چینايي ژبې زده کړې ته استول کېږي موږ نه غږول کېږو"


د چین ـــ پاکستان اقتصادی راهدارۍ پرسر د اوسنۍ راپورته شوې لانجې په ترڅ کې د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک یو ځل بیا خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي. له وزیر اعلا کور پېښوره په یوه خپاره کړي بیان کې نوموړي ویلي چې د اقتصادي راهدارۍ لپاره له پاکستانه و چین ته د چیني ژبې او نورو تېکنیکي زده کړو لپاره له پنجاب صوبې د ۳۰۰ کسانو لېږدولو په لړ کې له دوی سره هېڅ سلامشوره نه ده شوې. خو د جنورۍ پر ۱۲مه، ماسپښین مهال، د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مسلیم لیګ ن پارلیماني مشر سردار اورنګزېب نالوټا ویلي دي چې په وفاق کې یې واکمن ګوند به تر ټولو اول د اقتصادي راهدارۍ مغربي لاره جوړوي. د اقتصادي راهدارۍ په لړ کې په پښتونخوا کې د احتجاجونو، غوښتنو اوبحثونو لړۍ لا هم دوام لري. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په ویډیو راپور کې

XS
SM
MD
LG