د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ځانمرګو په ګډون لس تنه وژل شوي دي


نن سهار چې جلال اباد ښار کې د پاکستان قونصلګرۍ ته څیرمه په يو دولتي میلمستون بريد شوی و، د درې تنو ځانمرګي او۷ تنه دولتي سرتيري وژل شوي او ۷ تنه امنیتي سرتيري او درې ملکي وګړي په کې ټپيان شوي دي.

نن سهار چې جلال اباد ښار کې د پاکستان قونصلګرۍ ته څیرمه په يو دولتي میلمستون بريد شوی و، د درې تنو ځانمرګي او۷ تنه دولتي سرتيري وژل شوي او ۷ تنه امنیتي سرتيري او درې ملکي وګړي په کې ټپيان شوي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د پاکستان قونصلګرۍ ته څيرمه په يوه تن ځانمرګي ځانته چاودنه ورکړې وه او دوه تنه نور يې د سپکو او درنو وسلو سره د پاکستان قونصلګرۍ تر څنګ میلمستون ته ځان رسولې و چې د دوه ساعتونو مقاومت وروسته يې له منځه يوړل.
د ننګرهار امنیه قوماندان جنرل شیرزاد د پيښې پر ځای کې خبريالانو ته وويل چې په دغه بريد کې درې تنه ځانمرګي او اوه تنه امنیتي سرتيري وژل شوي دي.


(( د وطن دښمنانو غوښتل چې زموږ په يو دولتي میلمستون بريد وکړي، د میلمستون او پاکستان له قونصلګرۍ نه تقريباً پينځه سوه ميتره ليرې و سهار نهه بجې يې انفجار وکړ چې په هغې کې زموږ درې تنه پوليس شهيدان شوي، ټول درې تنه وو چې هم ځانمرګي وو او هم وسله وال وو، دا درې سره له منځه تللي او زموږ له امنیتي ځواکونو څخه اوه تنه شهيدان شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي او تر څنګ يې درې تنه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.))

جنرال شيرزاد د دې پوښتنې په ځواب کې چې د بريد ګرو هدف څه او يا دا چې د پاکستان د قونصلګرۍ مامورينو ته په زیان رسیدلی او که څنګه وويل:

(( د پاکستان قونصلګرۍ ته هيڅ صدمه نه ده رسيدلې، دا زموږ يو دولتي میلمستون و، په هغې ورننوتلې وو چې ممکن هدف يې دا و چې د پاکستان قونصلګرۍ ته هم ورشي او هغوی ته هم صدمه ورسوي خو لله الحمد زموږ امنیتي ځواکونو په ډيره ميړانه د پاکستان د قونصلګرۍ ټول کارکوونکي او ټول ماموريڼ ژغورلي دي، او هيڅ نوعه صدمه ورته نه ده رسيدلې.))

د دغه بريد مسووليت تر دې دمه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

XS
SM
MD
LG