د لاسرسي ځای

نن په جلال اباد ښار کې د پاکستان قونصلګرۍ ته څېرمه په عمومي سړک ځانمرګي برید څلورپولیس او دوه ملکي وګړي وژلي دي.

نن په جلال اباد ښار کې د پاکستان قونصلګرۍ ته څېرمه په عمومي سړک ځانمرګي برید څلورپولیس او دوه ملکي وګړي وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوږیاڼي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

خو یوې امنیتي سرچینې مشال راډيو ته ویلي چې د دې حملې له وجې څلور پولیس هم وژل شوې دي.

د ننګرهار د والي ویاند مشال راډیو ته ویلي چې نن سهار شاوخوا نهه بجې په جلال اباد کې پاکستاني قونصلګرۍ ته څیرمه یو تن وسله وال ځانته چاودنه ورکړې او تر هغې وروسته ډزې هم شوي دي.

تر دې دمه د برید پړه چا قبوله کړې نه ده.

XS
SM
MD
LG