د لاسرسي ځای

د کوټې ځانمرګي برید ذمه واري پاکستانیو طالبانو منلې


د کوټې روغتون مخې ته د ایدي کارکونکي ولاړ دي

د کوټې روغتون مخې ته د ایدي کارکونکي ولاړ دي

نن سهار د کوټې په سټيلایټ ټاون کې د پولیو ‌‌‌‌‌‌ډلو کارکوونکو او د هغوی د ساتندویه پولیسو سره په خوا کې چاودنه شوې، چې په نتیجه کې يې څوارلس کسان وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان رسنیو ته په لېږلې خپرپاڼه کې د کوټې ځانمرګي برید مشولیت منلی دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي دا یو ځانمرګی برید و او په ترڅ کې یې ۱۴ امنیتي سرتیري وژل شوي چې ۱۳ پکې د پولیسو سرتیري او یو د ملیشه ځواک غړی دی.

د کوټې د سنډیمن روغتون چارواکو مشال راډیو ته وویل چې دوی ته ۲۵ ژوبل کسان رسول شوي دي. دوی وايي د ژوبلو تنانو وضع د اندیښنې وړ نه ده.

دا چاودنه په داسې حال کې شوېده چې نن په کوټه کې د پولیو پر ضد د درې ورځني کمپاین اخري ورځ ده.

XS
SM
MD
LG