د لاسرسي ځای

اوباما: داعش د اسلام استازيتوب نه کوي


د امريکا ولسمشر بارک اوباما

د امريکا ولسمشر بارک اوباما

القاعده او داعش دواړه زموږ د خلکو لپاره مستقيم خطر جوړوي ځکه په نننۍ نړۍ کې په حساب يو څو ترهګر چې نه خپل او نه هم د نورو انسانو ژوند ته ارزښت ورکوي، ډېر لوی زيان رسولای شي. دوی د انټرنېټ له لارې زموږ په هېواد [امريکا] کې دننه د خلکو ذهنونه زهرجن کوي او دوی زموږ ايتلافيان کمزوري کوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ويلي دي چې داعش او القاعده اوس هم امريکايانو ته خطر پېښوي خو د امريکا ژمنتيا ته په کتو سره به داعش تر دوی وړاندې تېر شوو ترهګرو څخه درس واخلي او انجام به يې د اسامه بن لادن په څېر وي. اوباما دا څرګندونې نن ملت ته په خپله وروستۍ کلنۍ وینا کې وکړې. نوموړې د وينا پر مهال وويل، په نړۍ کې چې هره نړيواله پېښه رامنځ ته کيږي نو د نړۍ خلک چين يا روسيې ته د لارښودانو په حېث نه ګوري بلکې دوی پر موږ [امريکا] غږ کوي. اوباما په خپله وينا کې په هيواد کې پر اقتصادي پرمختګ سربېره يو شمېر نورو داخلي موضوعاتو هم خبرې وکړې.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما تېره شپه [سېشنبه] د کانګرېس ګډې غونډې او ملت ته د خپلې وروستۍ کلنۍ وينا پر مهال وويل چې د امريکا لومړيتوب د خپلو وګړو خوندي ساتل او د ترهګرو شبکو په نښه کول دی. نوموړي د داعش او القاعدې په اړه وويل چې اوس هم د امريکايانو لپاره خطر ايجابوي.

((القاعده او داعش دواړه زموږ د خلکو لپاره مستقيم خطر جوړوي ځکه په نننۍ نړۍ کې په حساب يو څو ترهګر چې نه خپل او نه هم د نورو انسانو ژوند ته ارزښت ورکوي، ډېر لوی زيان رسولای شي. دوی د انټرنېټ له لارې زموږ په هېواد [امريکا] کې دننه د خلکو ذهنونه زهرجن کوي او دوی زموږ ايتلافيان کمزوري کوي.))

نوموړي د وينا پر مهال زياته کړه، دا دروغ دي چې داعش د نړۍ د يو لوی مذهب [اسلام] استازيتوب کوي. ده زياته کړه، موږ بايد دوی په هغه نامه ياد کړو چې دوی دي،يعني قاتلان او متعصبين چې بايد په نښه کړل شي او له منځه يووړل شي.

اوباما زياته کړه چې د امريکا بهرنۍ تګلاره بايد پر داعش او القاعده متمرکز شي.

((زموږ بهرنۍ تګلاره بايد د داعش او القاعده لخوا پر خطر مترمرکز وي خو دا پر دې ځای نشې درېدلای. د داعش پرته به هم په منځني ختيځ، افغانستان، پاکستان، منځنۍ امريکا، افريقا، آسيا او د نړۍ په ډيرو برخو کې بې ثباتي په لسګونه کلونه دوام ومومي. په دغو کې ځينې سيمې کېدای شي د نوو ترهګرو شبکو لپاره پټن ځايونه وګرځي. نور د نژادي کړکېچ او قحط ښکار کېدلای شي چې د کډوالو نوې څپه به وزېږوي. خو نړۍ به د دغو ستونزو د حل لپاره زموږ[د امريکا] پر لور ګوري.))

نوموړي زياته کړه چې په همدې تړاو د تېر يو کال راهيسې د داعش د مالي سرچينو د بندولو، د دوی د پلانونو شنډولو، د ترهګرو جنګيالو ورتګ درولو او د دوی د ورانکارې مفکورې د له مېنځه وړلو لپاره امريکا تر شپېتو زياتو هېوادونو اېتلاف مشري په غاړه لري.

پر دې سربېره ولسمشر اوباما د وينا پر مهال پر ځينو داخلي موضوعاتو هم خبرې وکړې چې يوه يې هم د امريکا د اقتصادي پرمختګ په اړه وه. نوموړي وويل چې امريکا اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو پياوړی او زيات پايښتي اقتصاد لري او په تاريخ کې په شخصي څانګه کې د دندو پيدا کولو د اوږده بهير په منځ کې ولاړ ه ده. ده زياته کړه چې په امريکا کې تر ۱۴ مليونه زياتو دندو په پيدا کېدو سره د بېکارۍ کچه نيمې ته راټيټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG